1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان یوه شرکت ته پر اوکراین د ټانکونو د خرڅلاو اجازه ورکړه

۱۴۰۱ مرداد ۶, پنجشنبه

د جرمني حکومت پر اوکراین باندي د کراوس-مافای ویګمن د تسلیحاتي شرکت د هوبیڅن ۲۰۰۰په نامه ۱۰۰ جنګي ټانکونو خرڅلاو ته اجازه ورکړه. د دغه شرکت یوه ویاند د «شپیګل» المانۍ مجلې ته دغه خبره تائید کړې ده.

https://p.dw.com/p/4Ele9
Deutschland | Bundeswehr | Flugabwehrpanzer Gepard
د آرشیف انځور - د آلمان ساخت ټانکانځور: Carsten Rehder/dpa/picture alliance

د جرمني د اقتصاد وزارت اصلاً د همدې جولای میاشتي پر ۱۳ مه د مونشن دغه تسلیحاتي شرکت ته د هوبیڅن جنګي ټانکونو د جوړولو اجازه ورکړې وه.

د همدغه ویاند په حواله حکومت په عین حال کي د دغو ټانکونو د صادراتو اجازه هم ورکړې وه.

دا د جرمني د پوځ د توپخانې ډیرعصري ټانکونه هم دي چي راکټان یې تر ۴۰ کیلومتره پوري فاصله طی کولای سي.

د جرمني پوځ اوکراین ته تراوسه پوري د خپلو دغه ډول ټانکونو څخه ۱۰ په اختیار کي ورکړي دي.