1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: حکومت د میلیاردونو یورو پر اقتصادي بستې توافق کړې

۱۳۹۹ خرداد ۱۵, پنجشنبه

د آلمان د مسیحي دیموکرات، مسیحي سوسیال او سوسیال دیموکرات ګوندونو مشران د میلیاردونو یورو په ارزښت پر یوې اقتصادي بستې سره توافق ته رسیدلي دي. د دې موخه د کرونا تر پانډمي وروسته له اقتصاد سره مرسته کول یاد شوي دي.

https://p.dw.com/p/3dETw
Deutschland Berlin Kabinettssitzung | Angela Merkel
انځور: Getty Images/AFP/M. Kappeler

د آلمان د صدراعظمې انګلا مېرکل د خپلو څرګندونو له مخې د کرونا-پانډمي د عواقبو پر ضد د مبارزې له پاره اقتصادي بسته شا او خوا ۱۳۰ میلیارده یورو ده. د هغې په خبره دغه مرستې به سږ او راتلونکی کال په اختیار کې ورکړل شي. مېرکل د چهارشنبې په ماښام ناوخته په برلین کې وویل چې ۱۲۰ میلیارده یورو به مرکزي حکومت ځانګړي کړي. د ائتلافي حکومت مشرانو د دغې سترې اقتصادي بستې په هکله دوې ورځې سره بحثونه وکړل، چې موخه یې د جګړې له وختونو وروسته آلمان له سخت اقتصادي رکود څخه راایستل دي.

د شپږو میاشتو له پاره د مالیاتو راټیټول

د مسیحي سوسیال (سي اس یو) مشر مارکووس زودر، د څرګندونو له مخې د دغې بستې یو مهم ټکی د شپږو میاشتو له پاره پر خرڅیدونکو توکو اضافه مالیه راټیټول دي. زیاته شوې ده چې د جولای میاشتې له لومړۍ نېټې څخه به د ۲۰۲۰م کال د دسمبر میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې به دغه مالیه له ۱۹ سلنې څخه ۱۶ سلنې ته راټیټه شي. پر دې سربیره د ورځني اړتیاوو پر توکو باندې لګیدونکي مالیه له اووه سلنې څخه پنځه سلنې ته راټیټیږي.

Deutschland Berlin Kabinettssitzung | Markus Söder
د مسیحي سوسیال ګوند مشر مارکوس زودهانځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

پر دې سربیره په پام کې ده چې د بریښنا لګښت هم راکم شي. همداشان د برقي موټرو د رانیولو په برخه کې حکومت خپله سبسایډي دوه برابره ډیروي. په راتلونکي کې به حکومت د یوه برقي موټر د رانیولو په برخه کې ۶۰۰۰ یورو د سبسایډۍ په توګه ورکوي. د دې برعکس به بیا د عادي موټرو رانیولو په برخه کې کومه سبسایډي نه ورکول کیږي.

د هر ماشوم پر سر یو وار ۳۰۰ یورو مرسته

دغه هر اړخیزه بسته چې ۵۷ ټکي لري، د کورنیو له پاره په کې مستقیمه مرسته په پام کې نیول شوې. د مسیحي ائتلاف او سوسیال دیموکرات مشران پر دې راضي شوي چې د هر ماشوم پر سر یو وارې ۳۰۰ یورو مرسته وکړي. په پام کې ده چې دغه مرسته له ماشومانو سره د دولت له لوري د کیدونکې میاشتنې مرستې یا کیندر ګلېد، سره یو ځای ورکړل شي. هغه محلي ادارې چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، له مرکزي حکومت څخه په میلیاردونو یورو ترلاسه کوي.

د آلمان صدراعظمې ویلي دي چې په دې سره هڅه کیږي چې له ډیر ستونزمن وضعیت څخه په ګډه په غښتلي توګه راووځو. دې ته ورته څرګندونې د آلمان مرستیال صدراعظم او د مالیې وزیر اولاف شولتڅ هم کړي دي.

همداشان د آلمان د ریلونو شرکت سره هم د پنځه میلیارده یورو په ارزښت مرسته کیږي. د کرونا د کړکیچ پر مهال د ریلونو شرکت د عاید د کمیدو له ستونزې سره مخامخ شوی. همداشان د محلي عامه ترانسپورت سره د دوه نیم میلیارده یورو په ارزښت مرستې پلان شوي دي.