1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

خيبر پښتونخوا: دوو بريدونو پوليسو ته مرګ ژوله اړولې

۱۴۰۲ تیر ۲۹, پنجشنبه

د پاکستاني چارواکو په حواله پاکستاني طالبانو په پېښور کې دوه پوليس په ډزو وژلي او دوه نور یې ټپيان کړي دي. همدا راز په باړه سيمه کې د پوليسو په يوه مرکز کې يوې چاودنې هم يو شمیر پوليس ټپيان کړي دي.

https://p.dw.com/p/4UBag
آرشيف انځور: په پېښور کې طالبانو پوليس وژلي
آرشيف انځور: په پېښور کې طالبانو پوليس وژليانځور: Hussain Ali/Pacific Press Agency/IMAGO

د اسوشيتد پريس خبري آژانس په حواله پاکستاني طالبانو د پنجشنبې په ورځ په پېښور کې د سړک پر غاړه د پوليسو پر يوې پوستې بريد کړی دی.

پوليسو ویلي دي چې دا بريد په ريګي ماډل ټاون سيمه کې د شپې شوی دی.  د دغه سيمې د پوليسو مشر ارشد خان وويل چې د بريد ګرو د نیولو له پاره پلټونکي عملیات پيل شوي دي. بريدګر د شپې په تیاره کې په تېښته بريالي شوي دي.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

د دې بريد پړه د تحريک طالبان پاکستان منع شوې ډلې د یوې اعلامیې له لارې پر غاړه اخيستې ده.

اړونده موضوع: د پاکستان پوځ: په نښته کې درې عسکر او دوه یاغیان وژل شوي

همدا شان د پنجشنبې په ورځ پېښور ته په څېرمه پرته سيمه باړه کې هم د پوليسو په يوه مرکز کې بمی چادونه شوې چې په پایله کې یې د پوليسو لس منسوبين او د ژغورنې د عملیاتو چارواکي ټپيان شوي دي.

د خيبر پښتونخوا د بيړنيو خدماتو ادارې ویاند بلال فیضي، وويل چې تر چاودنې وروسته د فایرونو غږونه هم اوريدل شوي او ډزې سره تبادله شوي دي.

اړونده موضوع: پاکستان؛ د پوځ پر يوه مرکز وسله وال برید کې څلور عسکر وژل شوي

دا تازه بريدونه په پېښور کې د هغه ځانمرګي موټر بم بريد دوې ورځې وروسته شوي دي چې د پاکستان د پوځ شپږ عسکر او دوه ملکيان یې ټپيان کړي ول. د دې بريد هدف د پوځ يوه نقليه وسيله وه.

د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسيدو وروسته د پاکستاني طالبانو په بريدونو کې هم زياتوالی ليدل کیږي.

ب. ص/ ن. ز (APE)