«خوست کې د ځنګلونو بیا احیا لپاره زرګونه نیالګي کینول شوي»
۱۴۰۲ شهریور ۲۱, سهشنبهد طالبانو ادارې د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، چې په خوست کې یې د ځنګلونو د احيا پروژه پیل کړې ده. د طالبانو ادارې د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین مستعین، دویچه ویله ته وویل، چې په دې پروژه کې کې تر اوسه په ۲۴ زره هکتاره ځمکه نوي نیالګي کینول شوې دي.
د نوموړي په وینا د خوست په ځاځي میدان، باک او صبریو ولسوالیو کې یې نږدې یو سل او ۳۰ زره نوي ونې کینولې دي.
مستعین وایي: «په دې ولسوالیو کې ۱۲۹ زره او ۸۴۰ میوه لرونکي او غیر میوه لرونکي نیالګي کینول شوې دي. په عینې حال کې ۸۱۳ جریبه ساحه کې نوی ځنګل احیاشوی دی. لس زره جریبه ځنګل او ۱۹ زره جریبه څړ ځایونه قرانطین شوې دي.»
په افغانستان کې د نویو ونو د کینولو په برخه کې یوه اندیښنه دا ده، چې وروسته یې ساتنه او پالنه نه کیږي او اتیا په سلو کې کینول شوي نيالګي بیا وچیږي.
خو مستعین وایي، په خوست کې د کینولو شویو نویو ونو د ساتنې او پالنې لپاره یې د اوبو حوضونه جوړ کړې دي او وخت په وخت یې پالنه کیږي.
هغه زیاتوي، چې دا پروژه د کرنې او مالدارۍ وزارت په چوکاټ کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان له لورې تطبیق کیږي، چې دا مهال پکې ۲۵۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې دې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې ویل کیږي، لا هم د افغانستان په ختیځو او جنوب ختیځو ولایتونوکې د خلکو له لورې د ځنګلونو وهل په چټکۍ سره دوام لري.
په عینې حال کې د طالبانو ادارې د ځنګلونو وهلو د مخنیوي لپاره ځواکونه ګمارلي، چې د هېواد په ختیځو او جنوب ختیځو ولایتونو کې د ځنګل وهلو څخه مخنیوی وکړي.
د مسؤلینو په وینا، په خوست کې یو شمېر کسان په دې تور نیول شوي هم دي، چې ځنګلونه یې وهل.