1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خوست پولیسو کې د یوې ښځینه امرې مقرري او په اړه یې غبرګون

۱۳۹۹ خرداد ۱۹, دوشنبه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د خوست ولایت د پولیسو په لیکو کې یوه ښځینه امره ټاکلي ده. د دغه ولایت په امنيه قوماندانۍ کې د ځلا ځاځۍ پر ګمارنې په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راپورته شوې دي.

https://p.dw.com/p/3dR0B
Afghanistan  Zala Zazai  Leiterin kriminelle Untersuchungen
انځور: Khost Provencial Press Office

د خوست په محافظه کاره ټولنه کې چې په دفترونو په ځانګړي توګه نظامي لیکو کې د ښځو کار کولو ته د شرم په سترګه کتل کیږي، خو په دې ولایت کې په لومړي ځل د پولیسو د یوې برخې مسؤلیت یوې میرمنې ته سپارل شوی دی.

ځلا ځاځۍ چې دوهم څارنه  ده، د خوست امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو سره د مبارزې عمومي مدیر د دفتر امرې په توګه ټاکل شوې ده، چې نن یې په رسمي توګه خپله دنده پیل کړه.

ځلا ځاځۍ د دندې پیل پرمهال وویل:« زه دوهم څارن ځلا ځاځۍ د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د خوست ولایت امنیه قوماندانۍ جنایي عمومي مدیر د اداري چارو د  امرې په صفت رسمآ وګمارل شوم، غواړم د دې ادارې له لارې د خوست شریفو خلکو په ځانګړي توګه ښځو لپاره د خدمت جوګه وګرځم».

د خوست د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونیار نجيب الله عيني وایي، چې په خوست کې په جنایي برخه کې ښځینه کارکوونکي ته جدي اړتیا وه او ځلا ځاځۍ به وکولی شي، چې د ښځو اړوند قضایو په برخه کې د ښځو ستونزې راکمې کړي. هغه وایي: «د خوست امنیه قوماندانۍ رهبري د یوې ښځې مقرري په نیک فال نیسي او هیله لري، چې د خوست خلکو لپاره به غوره خدمت وکړي».

د خوست امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، دوهم څارن ځلا ځاځۍ په ترکیه کې د پولیسو په برخه کې څو میاشتنۍ نظامي زده کړې ترسره کړې.

د خوست امنیه قوماندانۍ کې د ځلا ځاځۍ د مقررۍ په اړه په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونه څرګند شوې دي، یو شمېرو یې د خوست په دودیزه او د ښځو پر وړاندې له محدودیتونو ډکه ټولنه کې دا ډول مقرري د خلکو کلتور خلاف بللي.

Afghanistan  Zala Zazai  Leiterin kriminelle Untersuchungen
ځلا ځاځۍ د ۲۰۲۰م کال د جون میاشتې په ۸ نیټه د خوست په امنيه قوماندانۍ کې په رسمي توگه دنده پيل کړهانځور: Khost Provencial Press Office

 نقیب الله مندوزي په خپل فیسبوک د ځلا ځاځۍ عکسونه پوسټ کړي او ورسره یې لیکلي : « حکومته! خوستیان خو ډېر فرهنګپال او میلمه پال ولس و او دی. خو ته یې قصدآ د ځان په شان ذلیل او رسوا کول غواړې. تر اوسه دومره ټیټ او روشن خیاله نه دی او انشاالله نه به شي، لکه ته یې چې ګومان کوې. ».

يوه بل منیراحمد بارک د ځلا ځلۍ له عکسونو سره لیکلي: « کله چې نجونې د خلکو په منځ کې په وظایفو وګمارل شي، د ټولنې د ځوانانو غیرت له سره پوره کیږي. ډیموکراسۍ مو ژوند فحاشیو لور ته بیایي»

 خو په فیسبوک ډېر شمېر خوستیانو بیا د ځلا ځاځۍ مقررۍ ملاتړ کړی او دا یې یوه پر ځای اقدام بللی، چې په خوست کې یوه میرمن د پولیسو د یوې برخې مشره ټاکل کیږي.

د فیسبوک یوه افغان کارونکي بهار سمسور لیکلي، لکه څنګه د ښځو لپاره ښځینه ډاکټرې ته اړتیا ده، همدومره په پولیسو کې د ښځو لپاره یوې ښځینه پولیسې ته اړتیا شته. هغه وایي: « د امنیه قوماندانۍ جنایي جرمونو څانګې ته زموږ او ستاسې د کورنۍ/ خويندواو میندو څومره قضیې ورځي؟ ښځې ته د ښځې خدمت ضرور دی، لکه یوې ناروغې ښځې ته چې د ښځينه ډاکټرې شتون ضرور وي».

په فیسبوک کې یو بل افغان فعال لمر نیازي هم د ځلا ځاځۍ په مقررۍ د هرکلي ترڅنګ لیکلي، چې د خپلې میرمنې یو ټیکری به میرمن ځاځۍ ته په مبارکۍ د ډالۍ لپاره وروړي.

هغه لیکي: « که څوګ میرمن لري د خپلې میرمنې ټیکری، که میرمن نه لري او مور یې ژوندۍ وي د  خپلې مور، خور، وریندارې، لور یو یو ټیکری دغه میرمنې ته د پښتني درناوي په توګه راټول کړو او هغې ته یې یو ځای ډالۍ کړو. زه میرمن ځلا ته د خپلې درنې میرمنې یو ټیکری تحفه کوم».

د خوست ولایتي شورا رئیس کفیل ریحان د خوست امنیه قوماندانۍ کې د ښځینه صاحب منصبې  تقرر پر ځای اقدام بولي او هر کلی یې کوي. ښاغلي ریحان دویچه ویلې ته وویل، چې په خوست کې دا یوه ستره اړتیا وه او اوس به ښځینه قضایاو ته ښه رسیدنه ترسره شي. « لکه څومره چې موږ ښځینه ډاکټرې ته اړتیا لرلو، همدومره ښځینه پولیسې ته اړتیا ده، چې ښځې جرایم ترسره کوي، ښځه به ترې تحقیق کوي»

د خوست ولایتي شورا رئیس زیاتوي، چې د خوست پولیسو لیکو کې د ښځینه پولیسو او مسؤلینو نه شتون جدي ستوونزه وه او په ځلونو یې د ښځینو پولیسو د مقرریو غوښتنې کړي دي.

نوموړی دغه راز وایي، ښځې د دې ټولنې نیمایي برخه تشکیلوي او حق لري، چې د نرانو په شان وږه په وږه له خپلو وروڼو سره د هېواد جوړونې لپاره کار وکړي.

که څه هم خوست کې د ښځو زده کړو او کار د هغوی پر وړاندې کلتوري محدودیتونه ډېر دي، خو له دې سره سره د نجونې تعلیم ښه روان دی. دغه راز په خوست کې اوسمهال درې ښځینه رئیسانې او سلګونه میرمنې او نجونې په حکومتي او غیرې حکومتي ادارو او روغتیایي مرکزونو کې دندې ترسره کوي.

خبریال فریدالله ظاهر- خوست