1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

خوب څه شی دی؟ موږ ولي بايد بيده شو؟

۱۳۹۷ تیر ۶, چهارشنبه

د دوبي شپې ډيرې لنډې او ورځې اوږدې وي او د ډيرو کسانو خوب پکښې نه پوره کيږي. خو ځينې خلک وايي چې تر څلور او يا پنځه ساعته خوب وروسته هم دمه وي خو د څيړونکو په حواله زموږ بدن ډير خوب ته اړتيا لري.

https://p.dw.com/p/30OP7
Schnarchendes Paar - Paar im Bett Schnarchen
انځور: Colourbox/fotoedu

موږ ولې بايد بيده شو؟

انسانان په اوسط ډول د خپل عمر کابو يو په دريمه برخه په خوب تيروي. آیا دا ضايع شوی وخت دی؟ نه! داسې نه ده. ځکه موږ پرې پوهيږو نه خو په خوب کې زموږ بدن ډير فعاليت کوي. هر۹۰ دقيقې يعني يو نيم ساعته وروسته زموږ بدن د ژور خوب پړاو څخه هغه حالت ته ځي چې موږ پکښې خوبونه وينو.

د ژور خوب په حالت کې زموږ بدن لکه يو کمپيوتر چې خپل پروگرامونه اپډيډ يا تازه کوي، زموږ بدن هم ډير اړين فعاليتونه ترسره کوي. د مثال په توگه د خوب په حالت کې زموږ بدن د ودې هارمون خارجوي کوم چې زموږ د بدن د زخمونو او ناروغيو په درملنه کې مرسته کوي. همدا راز د خوب پر وخت د مدافعې سستم فعاله کيږي څو د بدن دفاعۍ حجرې بکترياوې او ويروسونه له منځه یوسي. له همدې امله کله چې څوک ناروغ وي نو د ډير خوب او آرام توصيه ورته کيږي.

د خوب په مرحله کې زموږ مغز د ورځې ټولې پيښې پروسس کوي او په دې توگه لنډ مهاله زيرمه خالي کيږي چې د بلې ورځې د پېښو او تجربو زيرمي ته ځای پیدا شي. موږ داسې عجب خوبونه وينو چې زموږ د کاري او يا شخصي ژوند سره هيڅ تړاو نه لري. په دې توگه ښايي د مغز هغه برخې روزل کيږي چې ډير کار نه کوي.

معنا دا چې که خوب ونه کړو نو هغه کاري وخت به ونه لرو چې زموږ د بدن او مغز له پاره ډير اړين او مهم دی.

Gestörter Schlaf
لويان هره شپه د اووو او نهو ساعتو ترمنځ خوب بايد وکړيانځور: Colourbox

موږ څومره خوب ته اړتيا لرو؟

دا چې سړی څومره خوب بايد وکړي، د انسان په سن پوري اړه لري. د امريکا متحدو ايالاتو د خوب د ملي موسسې په حواله نوی زيږيدلی ماشوم هره روځ د ۱۴ او ۱۷ ساعتو ترمنځ خوب ته اړتيا لري. د لومړي ښوونځي ماشومان بيا له نهو تر يولسو ساعتو بايد بيده شي او لويان بايد هره شپه د اووه او نهه ساعتونو ترمنځ خوب وکړي.

تر شپږو ساعتو کم خوب په هيڅ صورت زموږ بدن ته هغه پوره وخت نه دی چې ټول فعاليتونه پکښې سر ته ورسوي. ځيني لويان آن هره شپه لس ساعته خوب ته اړتيا لري.

دا نه چې يوازې کم خوب ښه نه دی، بلکې ناآرامه خوب هم بدن ته ښه نه دی. څوک چې رښتيا تر لس ساعته خوب وروسته ځان دمه او ښه احساسوي، هغه ښايي آرام خوب نه کوي يعني دا چې بدن یې تر اتو ساعتو خوب وروسته په بشپړه توگه نه وي رغيدلی او دمه شوی او له دې کبله نور خوب ته اړتیا لري.

د بريتانيا د کيمبرج پوهنتون څيړونکو پر دې سربيره دا هم موندلې ده چې هغه کسان چې هره شپې تر اتوو ساعتو زيات بيده کيږي، د فلج کيدو خطر یې لوړيږي.

که يو انسان ويده نه شي څه کيږي؟

د تجربو په ترڅ کې ډير وارې رضاکاران چې کلکه علمي څارنه یې کيدله، تر لسو ورځو ويښ پاته شوي دي. خو خوب ته نه پريښوول لکه چې پوهيږو د شکنجې يوه ډيره زورونکي بڼه ده. څومره وخت چې انسانان بې خوبه وي په هغه اندازه یې وضعيت هم خرابيږي: د مثال په توگه د بدن حرارت کميږي، د تمرکز او درک کولو قوه کمروزې کيږي او د حرکت کولو توان یې کمیږي. د بې خوبې په دويمه شپه د غبرگون ښوولو موده لنډيږي او سړی ځان داسې احساسوي لکه الکهول چې یې څښلي وي.

خو د دې پوښتنې په اړه چې د اوږدې مودې بې خوبي انسان وژلای شي، څيړونکي په يوه نظر نه دي. د خوب د نشتوالي د یوې ډيرې نادرې ناروغۍ په ترڅ کې ليدل کيږي چې ناروغ عملاً  د شپږو تر ۳۰ مياشتو بې خوبې وروسته، خپل ژوند له لاسه ورکوي. خو په دې قضيو کې د مړينې مستقم علت د بدن د بيلا بيلو غړيو له کاره لوېدل بلل کيږي.

Carla Bleiker (B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه: