1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خلیلزاد چین ته رسیدلی دی

۱۳۹۸ تیر ۲۰, پنجشنبه

د افغانستان د سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد، چین ته په سفر تللی دی. په دې هیواد کې د امریکا د سفارت یوه ویاند ویلي دي چې دغه سفر له مخکې پلان شوی وو.

https://p.dw.com/p/3LtVW
USA Zalmay Khalilzad in Washington
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. Martin

په چین کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت دغه هیواد ته د خلیلزاد د سفر نور جزئیات نه دي وړاندې کړي. دغه سفر یوازې څو ورځې وروسته تر هغه تر سره کیږي چې په قطر کې د طالبانو او امریکایي استازو د دواړو اړخونو په وروستیو خبرو کې د پرمختګ یادونه کړې وه.

د خلیلزاد په حواله له طالبانو سره یې د خبرو اترو وروستی دور تر اوسه پورې له ډلې سره د مذاکراتو په منځ کې تر ټولو موثره وو. طالبان او امریکا متحده ایالاتو د نورو تر څنګ له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال ویش، د ترهګرو له خوا د افغانستان د خاورې پر نه استعمالیدو، د افغانانو تر منځ د خپرو پر پیلیدو او پر یوه دایمي اوربند باندې سره خبرې اترې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو وختونو کې د طالبانو یوه پلاوي او د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم چین ته جلا جلا سفرونه کړي ول. چین د افغانستان د سولې له بهیر سره ځکه لیوالتیا لري چې غواړي په افغانستان کې د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي. پر دې سربیره دغه هیواد اندیښمن دی چې د افغانستان د تاوتریخوالي دوام ښايي د دې لامل شي چې زور زیاتی له پولې په تیریدو سره چین ته هم ورسیږي.

(ms/sr (ap