1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خلیلزاد: موږ چمتو یو؛ ولیدل سي چي طالبان هم تیار دي او که نه

۱۳۹۸ مرداد ۳۰, چهارشنبه

د افغانستان د سولې له پاره د امريکا ځانگړي استازي زلمي خليلزاد له طالبانو سره د خبرو د نوي پړاو تر پيل مخکي خوشبيني څرگنده کړې ده. هغه لومړی قطر او بيا افغانستان ته سفر کوي.

https://p.dw.com/p/3OEyd
US-Sondergesandter Khalilzad für Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

د امريکا متحده ايالاتو او طالبانو ترمنځ خبري دوام لري. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ ويلي دي چي د افغانستان د سولي له پاره د دوی ځانگړی استازی زلمی خليلزاد، به د ورځي په اوږدو کي دوحې ته سفر وکړي او له هغه ځايه به افغانستان ته ولاړ سي.

خليلزاد به لومړی په قطر کي له طالبانو سره خبري وکړي او وروسته به له افغان حکومت سره د خبرو له پاره کابل ته ستون سي. د خليلزاد د نورو سفرونو په اړه څه نه دي ويل سوي.

خليلزاد د سه شنبې په ورځ ويلي دي چي په قطر کي له طالبانو سره په خبرو کي بايد پر پاتو موضوعاتو باندي توافق ته ورسيږي. هغه پر خپله تويتر ټولنیزې پاڼې باندې ليکلي دي: «موږ چمتو يوو، و به گورو چي طالبان هم تيار دي او که نه.»

د امريکا متحده ايالاتو جمهور رئيس دونالد ترمپ، له ژورناليستانو سره په خبرو کي ويلي ول چي دی نه غواړي چي امريکايي عسکر په افغانستان کي تر پوره ۱۸ کاله جگړې وروسته د پوليسو دنده تر سره کړي. هغه ويلي ول: «يو وخت بايد سړی ووايي چي نور نو بس دي.»

هغه زياته کړې: «طالبان غواړي زموږ پر وړاندي جگړي ودروي. هغوی ډير څه له لاسه ورکړي.»

د اگست مياشتي په نيمايي کي په قطر کې د طالبانو او امريکا استازو خبري پای ته ورسیدي. دواړو اړخونو دغه خبري گټوري بللي وې.

له نژدې یوه کال راهيسي امریکا متحده ايالات له طالبانو سره خبري کوي، څو د افغانستان اوږده کړکېچ ته يوه سياسي حل لاره ومومي.

خبري تر ډيره پر دې رواني دي چي له افغانستان څخه امریکايي ځواکونه ووځي او طالبان دا ډاډ ورکړي چي افغانستان به د ترهگرو په پناه ځای نه بدلیږي. څه موده مخکي دواړو اړخونو خوشبيني وښوده چي په نژدې راتلونکې کي به يوې موافقې ته سره ورسيږي.

(n.z/m.j(AFP,dpa