1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خلیلزاد: حکومت او طالبان دواړه بايد ژر بنديان آزاد کړي

۱۳۹۸ اسفند ۲۹, پنجشنبه

د افغان سولې له پاره د امريکا متحده ايالاتو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي دي چې د کرونا وبا د دې اړتيا نوره هم عاجله کړې چې د بنديانو آزادول چې د ولسمشر غني حکومت او طالبان پرې سلا شوي ول، بايد ژر تر ژره پېل شي.

https://p.dw.com/p/3ZgnI
US-Sondergesandter Khalilzad für Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

زلمي خليلزاد د چهار شنبنې په ورځ د تويتر له لارې وويل: «د دواړو لورو له خوا د بنديانو د آزادولو پر ژمنه سربيره تر اوسه هیڅ زنداني نه دی آزاد شوی»

د خليلزاد له دې تبصرې څخه څرګنديږي چې څرنګه د کرونا بحران د امريکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ د بهرني سیاست د لومړيتوبونو څخه پر يوه اغیز کوي.

په اصل کې په پام کې وه چې د امريکا او طالبانو د توافق له مخې په تيره اوونۍ کې د زندانيانو آزدول پېل شي. خو د زندانيانو د آزادولو دغه لړۍ د زندانيانو د شمير او په دې شرط د اختلاف له وجې چې هغوی به بيرته د جګړې ډګر ته نه ستنيږي، وځنډيدله.

خليلزاد د تويتر په خپل پېغام کې د فيبرورۍ میاشتې د ۲۹ نيټې تړون ته په اشارې سره وويل: «امريکا متحده ایالات غواړي چې د زندانيانو د آزادولو لړۍ ژر تر ژره له طالبانو سره د شوي تړون پر اساس پيل شي.»

هغه زیاته کړه: «د کروناب ويروس د زندانيانو د آزادولو اړتيا نوره هم ډېروي: وخت دلته پريکړنده ارزښت لري.«

نوموړي وويل چې امريکا د دواړو اړخونو سره تر خبرو وروسته داسې انګيري چې هغوی »په ګډه کار کولی شي او د بنديانو د آزادولو له پاره پر نورو تخنيکي اقداماتو تمرکز کولی شي.«

خليلزاد له دواړو اړخونو وغوښتل چې له پارونکو بيانيو او اعلاميو څخه دې ډډه وکړي. هغه زياته کړه: »په داسې حال کې چې مخامخ خبرې مو ترجيح ده خو د کرونا ويروس له کبله د سفر د محدوديت له وجې اوس ښايي مجازي بوختيا ته اړتيا ولرو.«

Katar Unterzeichnung Abkommen USA mit Taliban
انځور: Reuters/I. al Omari

خليلزاد همدا راز په افغانستان کې دننه سياسي بحران ته په اشارې سره وويل: »اوس یې وخت دې افغانان جوړ جاړي ته ورسيږي او خپل منځي اختلافات له منځه يوسي او هغه کړکيچ حل کړي چې د ټاکنو او دوو تحليف ـ غونډو له وجې رامنځته شوی دی.«

نوموړي وويل چې دغه کړکيچ امنيت ته زيان اړوي. هغه زياته کړه: » کرونا ويروس مرګونی ګواښ رامنځته کړی او له افغانانو غواړي چې خپل هيواد او خلکو ته لومړيتوب ورکړي، دا د ژوند او مرګ موضوع ده.«

د طالبانو او امريکا ترمنځ په تړون کې راغلي ول چې د کابل حکومت بايد د مارچ تر۱۰ نیټې پورې ۵۰۰۰ طالب زندانيان آزاد کړي، د بين الافغاني خبرو اترو د پېليدو تر مخه. طالبانو هم بايد ۱۰۰۰ تنه زندانيان آزاد کړي وای.

خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني بيا د ۱۵۰۰ زندانيانو پر آزادولو رضامندي وښووله او ویې ويل چې نور بنديان به وار په وار او د تاوتريخوالي د کمیدو په صورت کې آزاد کړي.

خليلزاد په دې اړه د تويتر له لارې وويل: »طالبان ژمن دي چې آزاد شوي بندیان به په تړون کې پر کړو ژمنو ودريږي او د جګړې ډګر ته به ستانه نه شي. هغه وويل: »سرغړونه به د سولې پروسه کمزورې کړي.«