1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خليلزاد: طالبان دې په روژه کې اوربند رعایت کړي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۷, یکشنبه

زلمي خليلزاد له طالبانو غوښتي چې د روژې په مبارکې مياشت کې دې اوربند رعايت کړي. خليلزاد د يکشنبې په ورځ په ټويټر کې ليکلي دي چې طالبان بايد د کرونا تر پايه «تاوتريخوالی کم» او «خپل ټول تهاجمي بريدونه ودروي.»

https://p.dw.com/p/3bQis
US-Sondergesandter Khalilzad für Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

د افغانستان له پاره د امريکا متحده ايالاتو ځانګړي استازي زلمي خليل زاد پر طالبانو دغه غږ په داسې وخت کې کړې چې تر دې وړاندې دغې ډلې د روژې په مياشت کې د افغانستان حکومت له خوا د اوربند غوښتنه رد کړې ده.

له کابل څخه د آلمان خبري آژانس په حواله، طالبانو د جمعې په ورځ په شمال ختيځ ولايت بادغيس کې لږ تر لږه ۱۳ افغان امنيتي ځواکونه ووژل. په تيرو ورځو کې د افغانستان له نورو سيمو څخه هم د خونړيو جګړو رپوټونه ورکړل شوي دي.

طالبانو د پنجشنې په ورځ په يوه اعلاميه کې ويلي وو، چې د اوربند مراحل، په فبرورۍ مياشت کې په دوحه کې د امريکا او طالبانو تر منځ په شوي هوکړه ليک کې ذکر شوي دي، او ادعا یې کړې چې د افغانستان حکومت د سولې بهير په بشپړه توګه نه دی عملي کړی.

Katar Unterzeichnung Abkommen USA mit Taliban
د طالبانو او امريکا تر منځ هوکړه ليک په دوحه کې د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ په ۲۹ مه لاسليک شوانځور: AFP/G. Cacace

په پام کې ده چې د طالبانو په ګډون بين الافغاني مذاکرات، د افغان حکومت له خوا د ۵۰۰۰ طالب بنديانو تر آزاديدو وروسته پیل شي. طالبان به هم په بدل کې له خپلو زندانونو څخه ۱۰۰۰ تنه حکومت ته منسوب افراد آزادوي.

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې ليکي چې د افغانستان حکومت تر اوسه ۵۰۰ طالب بنديان آزاد کړي او طالب لوري هم له خپلو زندانونو څخه ۶۰ تنه حکومت ته منسوب بندیان، آزاد کړی دي.

ذبيح الله مجاهد د يکشنبې په ورځ پر ټويټر د اوربند د غوښتنې په اړه د طالبانو د وياند د غبرګون تر عنوان لاندې يو مکتوب خپور کړی دی. د دغه مکتوب په يوه برخه کې راغلي دي طالبانو په افغانستان کې د سولې او جګړې د پای له پاره «خپل مسئوليت ادا کړی دی.» له دغه مسئوليت څخه موخه د امريکا او طالبانو تر منځ شوی توافق ښودل شوی دی.