1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خليلزاد: د طالبانو سره خبرو کي پرمختګونه سوي

۱۳۹۷ بهمن ۷, یکشنبه

د متحده ايالاتو د ولسمشر ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د شنبې په ورځ ويلي چي په افغانستان کي د ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسولو په مقصد طالبانو سره خبرو کي «ښکاره پرمختګ» سوی دی.

https://p.dw.com/p/3CGlS
Afghanistan | Zalmay Khalilzad
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Maqbool

د امريکا د متحده ايالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ ځانګړي استازي زلمي خليزاد د افغانستان د اوږدې جګړې څخه د وتلو له پاره په دوحه کي د طالبانو د استازو سره شپږ ورځي خبري اتري وکړې. نوموړي پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي: «دې واري خبري تر پخوا ډيري مؤثره وې. موږ پر مهمو موضوعاتو ښکاره پرمختګونه وکړل.»

خليلزاد چي د طالبانو د استازو او د افغانستان د ګاونډيو سره په افغانستان کي د سولې په تړاو د خبرو مشري کوي ويلي يې دي چي اوس به کابل ته ولاړ سي. هغه ويلي چي په کابل کي به د افغان چارواکو سره د خبرو اترو موضوعات مطرح کړي. هغه په خپله ټويټرپاڼه کي ليکلي دي چي په خبرو اترو کي لنډمهاله وقفه رامنځ ته سوې او «يو شمېر موضوعات سته چي لا بايد ورباندي کار وسي.»

«ترڅو پر ټولو موضوعاتو توافق نه وي سوی»

خليلزاد د تر سره سوو پرمختګونه په هکله په خپل پيغام کي زياته کړې: «پر هيڅ شي لا هم توافق نه دی سوی تر څو چي پر ټولو موضوعاتو توافق نه وي سوی او پر ټولو موضوعاتو بين الافغاني خبري اتري او هر اړخيز اوربند حتمي دی.»

خليلزاد په خبرو کي د پرمختګونو په هکله نور جزيات نه دي ورکړي. خو د خبرو اترو له موضوعاتو څخه بعضي يې بيرون سوي چي پکښي له افغانستان څخه د امريکايي عسکرو د وتلو شرط او د طالبانو له لوري تضمين شامل دی چي بهرنيو توندلارو ته به سرپناه نه ورکوي. د بهرنيو توندلارو د سرپناه موضوع په افغانستان کي د امریکا د متحده ايالاتو د نظامي مداخلې يو لامل ؤ.

«حوصله بخښونکي خبرونه»

د امریکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چي له خليلزاد څخه يې «حوصله بخښونکي خبرونه» اورېدلي دی. پومپيو زياته کړې: «د امريکا متحده ايالات د سوله رامنځ ته کولو، مخ په وړاندي په افغانستان کي د نړيوالې ترهګرۍ له پاره د ځای د پاته کېدو په مخنيوي او د خپلو قواوو د بېرته کور ته راوستلو په ترڅ کي جدي دي.»

پومپيو زياته کړې چي «د امريکا متحده ايالات د افغان حکومت او نورو لېوالو اړخونو سره د همکارۍ له لاري د افغانستان د خپلواکۍ، آزادۍ او سمسورتيا له پاره» ژمنه ده.

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ ډېر لېوال دی چي په افغانستان کي و جګړې ته د پای ټکی کښېږدي. د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په ۱۱مه په متحده ايالاتو کي د ترهګرو بريدونو وروسته د دغه هيواد پوځ افغانستان ته لېږل سوی ؤ. ترمپ تر مخه لا ويلي چي په افغانستان کي د موجودو ۱۴ زرو امریکايي عسکرو څخه نيمايي به يې له افغانستان څخه وباسي.
 

مجاهد: «د اوربند خبر دروغ دی»


د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم د امريکا متحده ايالاتو او طالبانو د استازو تر منځ په خبرو اترو کي د «پرمختګ» خبره کړې ده. هغه زياته کړې ده چي البته د اوربند او د کابل سره د خبرو اترو خبرونه «درواغ» دي. مجاهد زياته کړې پر بعضو مهمو موضوعاتو به د دې وروسته په ورته ملاقاتونو کي خبري کيږي.