1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خليلزاد: د تاوتريخوالي زياتېدل له طالبانو سره شوی تړون گواښي

۱۳۹۸ اسفند ۱۵, پنجشنبه

زلمي خليلزاد ويلي دي چې په افغانستان کې د تاوتريخوالي زياتېدل د امريکا او طالبانو ترمنځ توافقنامه له خطر سره مخامخ کوي. بل لوري ته د ناټو عمومي منشي هم ويلي دي چې يوازې د تاوتريخوالي د کميدو په صورت کې به خپل عسکر وباسي.

https://p.dw.com/p/3YtkY
Afghanistan Zalmay Khalilzad in Kabul
انځور: AFP/W. Kohsar

زلمي خليلزاد تېره شپه د تويتر په خپلو پرله پسې پېغامونو کې په افغانستان کې د تاوتريخوالي پر زياتېدو انديښنه څرگنده کړې ده. هغه ويلي دي چې په دې مورد کې یې د ولسمشر دونالد ترمپ سره هم تليفوني خبرې کړي او د طالبانو له مرستيال مشر ملا عبدالغني برادر او د هغه له ډلې سره هم ليدلي دي.

نوموړي د تويتر له لارې زياته کړې: «موږ ټول پر دې سره متفق یوو چې د امريکا او طالبانو ترمنځ تړون په افغانستان کې يوې هر اړخیزي سولې ته بايد لاره هواره کړي.«

خليلزاد همدا راز زياته کړې: «امريکا ژمنه ده چې د زندانيانو تبادلې ته چې له طالبانو سره په تړون کې پرې توافق شوی وو او د امريکا او افغانستان ترمنځ اعلاميه کې یې ژمنه شوې وه، لاره هواره کړي.» نوموړي زياته کړه چې د دواړو اړخونو له خوا د زندانیانو د پام وړ شمير د آزادولو ملاتړ کوي.

خو د تیرې شنبې په ورځ د قطر په پلازمينه دوحه کې د امريکا او طالبانو ترمنځ تړون تر لاسليک وروسته، ولسمشر غني اعلان وکړ چې د بندیانو د آزادولو ژمنه دوی نه ده کړې او تر بين الافغاني خبرو د مخه به دغه راز هیڅ گام پورته نه کړي. همدې موضوع اوس د بين الافغاني خبرو د ترسره کيدو په اړه هم انديښنې زياتې کړي دي.

خليلزاد د ټويټر له لارې زياته کړې: «موږ بايد هغه ټول خنډونه لېرې کړو چې د بين الافغاني خبرو اترو د ترسره کیدو پر وړاندې یې زموږ د پرمختگ مخه نيولې ده.»

طالبانو له دوشنبې ورځې راهيسې د افغان ځواکونو پر وړاندې خپل عمليات هم بيرته پیل کړي دي. په کندوز کې د چهار شنبې په ورځ د طالبانو دوو بريدونو ۲۰ افغان سرتيري او پوليس ووژل او يو شمیر یې ټپيان کړل. همدا راز په روزگان کې هم بريدونه شوي. امريکايي ځواکونو د دې په ځواب کې پر طالب جنگیالو هوايي بریدونه وکړل.

په همدې تړاو د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنيرگ هم د چهار شنبې په ورځ د فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې طالبانو ته خبرداری ورکړ چې له افغانستانه د عسکرو رايستل د تاوتريخوالي په کمولو پورې تړلي دي. هغه د امريکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون ته په اشارې سره زياته کړه: «موږ يوازې په هغه صورت کې د تړون پر خپلو ژمنو عمل کولی شو چې طالبان هم پر خپلو ژمنو ودريږي.»

سولتنبيرگ د افغانستان اوسنی وضعيت «ډېر ستونزمن» وباله. نوموړي په زاغرب کې د اروپايي ټولنې د دفاع وزيرانو په غونډه کې وويل: «طالبان بايد د دوحې تړون ژمنې عملي کړي. موږ بايد د تاوتريخوالي کموالی ووينو.»

د امريکا متحده ایالاتو د پوځ وياند سوني لاگيت هم تر دې مخکي ويلي ول چې داسې ښکاري چې طالبان په خپلو بريدونو سره د دوحې تړون له لارې رامنځته شوي چانسونه «له منځه وړل» غواړي.

د طالبانو تر بريدونو يوازې څو ساعته دمخه د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د طالبانو د سياسي دفتر له مشر ملا غبدالغني برادر سره تلیفوني خبرې کړې وې او تر خبرو وروسته یې ويلي ول چې طالبان غواړي چې «تاوتريخوالی» کم کړي.

bs/nz (afp)