1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
رسنۍآسیا

بلخ کې چاودنه؛ دوه کسان وژل شوي او ۱۲ خبریالان ټپیان دي

امید دیدار
۱۴۰۱ اسفند ۲۰, شنبه

د راپورونو پر اساس، د افغانستان په شمالي بلخ ولایت کې د خبریالانو یوې غونډې کې چاودنه شوې ده، چې تر اوسه ترې د دوو کسانو د وژل کېدو او ۱۲ خبریالانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

https://p.dw.com/p/4OXZH
Symbolbild Exil-Journalismus/Schutz von gefährdeten Journalist*innen | Afghanistan
د ارشیف انځورانځور: Thomas Koehler/photothek/picture alliance

ځايي رسنیو او خبریالانو لیکلي، چې دغه چاودنه نن شنبه تر غرمې مخکې پر شاوخوا یولسو بجو د مزار شریف په دویمه امنیتي حوزه کې د تبیان په نوم یوه فرهنګي مرکز کې د خبریالانو د یوې ناستې پر مهال شوې ده.

 ویل شوي، غونډې کې د اهل تشیع یو شمېر دیني عالمانو او د طالبانو ادارې یو شمېر چارواکيو هم ګډون کړی و.

تر اوسه د طالبانو ادارې د دې چاودنې په اړه جزئیات نه دي ورکړي.

له بلخ ولایت څخه یو خبریال فرید فیصل دویچه ویله ته وویل، دغه چاودنه په تبیان فرهنګي مرکز کې چې د آوا په نوم خبري اژانس دفتر هم پکې دی شوې، چې دوه ملکي وګړي پکې وژل شوي او ۱۲ خبریالان ټپيان دي.

Afghanistan | Taliban-Sicherheitspersonal
انځور: ATIF ARYAN/AFP/Getty Images

یوه بل خبریال رفیع حیاتي بیا دویچه ویله ته وویل، چې نننۍ چاودنې کې د تبیان فرهنګي مرکز دوه کارکوونکي وژل شوي او ډېر شمېر خبریالان ټپيان دي، چې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

يونسکو: د خبريالانو وژنې مخ پر زياتېدو دي

ویل شوي، دغې مرکز کې د خبریالانو د ستاینې غونډه روانه وه. تر اوسه د چاودنې څرنګوالي په اړه هم ډېر جزئیات نه دي ورکړل شوي.

طلوع نیوز خبري تلویزیوني شبکې لیکلي، چې د بلخ په نننۍ چاودنې کې یې خبریال عزیز الرحمان ابرام هم برسیرن ټپي شوی او دغه راز پژواک خبري اژانس هم د خپل خبریال عبدالصبور سیرت د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

بريتانيا د څو افغان خبریالانو پر انتقال له سره فکر کوي

دا په روانه اونۍ کې دویېمه چاودنه ده، چې بلخ کې مرګ ژوبله اړوي.

دوه ورځې وړاندې د بلخ ولایت مقام کې دننه یوه ځانمرګي برید کې د دغې ولایت له پاره د طالبانو والي داود مزمل له خپلو دوو ساتونکیو سره وژل شوی و.

تر دې دمه د بلخ د نننۍ چاودنې پړه کوم چا یا کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخستې؛ خو پر والي داود مزمل د ځانمرګي برید مسئولیت داعش وسله والې ډلې منلی.