1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غزې پر تراډې د حماس او اسرائيل د اوربند موافقه

۱۳۹۷ تیر ۳۰, شنبه

حماس ډلې اعلان کړی چې له اسرائيل سره يې د غزې پر تراډې د اوربند په رامنځ ته کيدو توافق ته رسيدلې ده. دغه توافق د مصر او ملګرو ملتونو سازمان په منځګړيتوب رامنځ ته شوی دی.

https://p.dw.com/p/31qwd
ISRAEL Soldat mit Smartphone
انځور: Getty Images/AFP/M. Kahana

د جمعې ورځې (د جولای ۲۰مې) خونړيو حملو په دوام، د فلسطين اسلامپالې ډلې حماس اعلان وکړ چې د غزې په تراډه کې د اسرائيلي چارواکو سره د اوربند په رامنځ ته کيدو هوکړې ته رسيدلې ده.

د حماس وياند وویل دغه اوربند چې د شنبې ورځې له سهار وختي څخه له «يرغلګرو» سره تامين شوی، د مصر او د ملګرو ملتونو سازمان د منځګړيتوب په نتيجه کې په لاس راغلی دی.

فلسطيني جنګيالانو د جمعې ورځې له سهاره پر اسرائيلي عسکرو د توغنديو او چاوديدونکو موادو بريدونه وکړل.

د اسرائيل پوځ وايي چې د حماس ډلې د اسرائيل پر لور درې توغندي توغولوي، چې دوه يې په هوا کې شنډ کړل شوي دي.

اسرائيل لور زياته کړې ده چې د غزې په سرحد کې د رامنځ ته شويو چاودنو په پايله کې یو اسرائيلي عسکر سخت ټپي شو چې بيا وروسته يې سا ورکړه.

د جمعې ورځې په ماښام د اسرائيل هوايي ځواکونو د غزې تراډې پر برخو بريدونه وکړل. د اسرائيلي پوځ په وينا، د حماس ډلې ۹ پوځي اډې د دوی د بريدونو موخه وه.

سرچينې دغه راز ويلي دي چې په دغو حملو کې درې فلسطينيان (د حماس غړي) وژل شوي دي. خو حماس بيا ويلي دي دغه درې قربانيان او څلورم کس چې د جمعې په سهار په ګولۍ ولګيد او ووژل شو، ټول ناوسلوال مظاهره چيان ول.

 د غزې د روغتيا ادراې د رپوټ په حواله، پر مظاهره کونکو باندې د اسرائيلي پوځ له خوا د جمعې ورځې په ترسره شوو حملو کې ۱۲۰ تنه ټپيان شوي هم دي چې د ځينو روغتيايي حالت يې نازک دی.

په غزه کې وروستۍ حملې د هغو مظاهرو په دوام ترسره شوي دي، چې د مارچ له شلمې راهيسې د هرې جمعې په ورځ د «بيرته ستنيدو» تر شعار لاندې په لاره اچول کيږي.

فلسطينيان په دغو مظاهرو کې اشغال شويو سيمو کې خپلو کورنو ته د بيرته ستنيدو شعارونه ورکوي او د غزې تراډې د محاصرې د پاي ته رسولو غوښتنه کوي.

له آرشيف څخه يو انځوريز آلبوم: