1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

حضرت الله ځاځي کوم ریکارډونه ټینګ کړل؟

۱۳۹۷ مهر ۲۳, دوشنبه

د افغانستان د کریکټ په پریمیر لیګ کې حضرت الله ځاځي خپل قدرت نندارې ته وړاندې کړ او په یوه اوور کې د شپږو شپږیزو وهوونکی لومړی افغان لوبغاړی شو. نوموړي په ۱۲ توپونو د پنځوسیزې ریکارډ هم ټینګ کړ.

https://p.dw.com/p/36Xu9
Afghanistan Cricket Fans
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

د متحده عرب اماراتو په شارجه ښار کې د افغانستان پریمیر لیګ د لوبو په لړ کې د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د اکتوبر په ۱۴ نیټه) د «کابل ځوانانو» او «بلخ لیجیندز» لوبډلو تر منځ په زړه پورې سیالي ترسره شوه. د دې لوبې په ترڅ کې د کابل ځوانانو له پاره حضرت الله ځاځي د عبدالله مزاري په شپږو توپونو شپږ هسکې شپږیزې ووهلي او په دې ترتیب یې په ۱۲ بالونو د چټکې فیفټې یا پنځوسیزې له نړیوال ریکارډ سره ځان برابر کړ. تر دې مخکې په ۲۰ اوریزو لوبو کې کریس ګیل او د هندوستان یوراج سنګ په ۱۲ توپونو چټکې پنځوسیزې وهلې وې.

په عین وخت کې حضرت الله ځاځی په شپږو توپونو د شپږو شپږیزو له وهلو سره لومړی افغان شو چې دغه راز یو ریکارډ جوړوي. ځاځی په نړیواله کچه شپږم کس شو چې په یوه اور کې شپږ شپږیزې وهي. تر دې وړاندې  سر ګیري سوبر، راوي شاستري، هیرشیلې ګیبس، یوراج سنګ او روس وایټیلي هم په شپږو توپونو شپږ شپږیزې وهلې وې.

که څه هم په دغه لوبه کې کابل ځوانان له بلخ لیجندز ماتې وخوړه، خو د حضرت الله ځاځي په ۱۷ توپونو ۶۲ منډې د دې سبب شوې چې کابل د نندارچیانو زړونه وګټي.

په دې لوبه کې د شل اوریزو لوبو یو بل نړیوال ریکارډ هم مات شو. د کابل ځوانانو او بلخ لیجندز د لوبې په ترڅ کې ټولې ۳۷ شپږیزې ووهل شوې چې دا په یوې شل اووریزې لوبې کې تر ټولو ډیرې دي. که چیرې په دې لوبو کې یوه بله شپږیزه هم وهل شوې وای، نو د کریکټ په ټولو بڼو یا فارمټونو کې به یې د تر ټولو ډیرو شپږیزو ریکارډ مات کړی وای.