1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حامد کرزي د څلورو هنديانو په شمول د 41 تنو د وژلو مسولين د هند او افغانستان د نږدي اړيکو دښمنان وبلل

۱۳۸۷ تیر ۱۷, دوشنبه

نن د دوشنبې په ورځ په کابل کي يوه ځانمرګي بريد کونکي خپل موټربم د هندوستان د سفارت مخ ته د بهرني ډيپلوماتانو د دوو موټرو سره وجنګاوه چي په ترځ کي يي 41 تنه مړه او 141 نور ټپيان سول

https://p.dw.com/p/EXjn
افغان ولسمشر ښاغلی حامد کرزی
افغان ولسمشر ښاغلی حامد کرزیانځور: AP

دغه چاودنه چي د طالبانو د سقوط را وروسته بې ساري وه هدف يي د ديپلوماتانو هغه دوه موټره وه چي غوښتل يي د هند سفارت ته ور داخل سي.

د افغانستان د روغتيا وزارت وياند عبدالله فهيم په چاودنه کي د وژل سوو کسانو شمېر 28 او د زخميانو دا 140 ښوولی پداسي حال کي چي د پوليسو يو لوړ پوړي چارواکي د وژل سو شمېر 41 تنه ښوولی دی.

د روغتيا وزارت وياند ويلي دي چي. « د ټپيانو د جملې څخه تر لسو د ډيرو حالت ډير خراب دی او په يو ډير خطرناک حالت کي دي. په دې چاودنه کي يو کوچنی او يوه ښځه هم وژل سوي دي او لږ تر لږه درې کوچنيان او يوه بله ښځه زخمي سوی دی».

د هند سفارت مخ ته چاودنه
د هند سفارت مخ ته چاودنهانځور: AP

ولسمشر حامد کرزي دا د هند او افغانستان د دښمنانو کار بللی.

د افغانستان ولسمشر ښاغلي حامد کرزي ويلي دي چي. « د هند او افغانستان د قوي دوستۍ « د ښمانو» د هند سفارت مخ ته و موټر بم ته انفجار ورکړی.

هند د طالبانو تر سقوط وروسته د افغانستان د کلکو ملاتړ کونکوڅخه دی. او د افغانستان سره ډيري اساسي، لکه د لويو لارو جوړول، د برېښنا د بندونو او شبکو د جوړولو او زيربينايي مرستي کوي. د اولسمشر د دفتر څخه په يوه خپره سوې اعلاميه کي راغلي دي چي. « جمهوررييس په کابل کي د هند سفارت مخ ته ننۍ چاودنه په کلکه سره غندلې ده او دا يي د هند او افغانستان د ټنګي دوستۍ د دښمانو کار بللی».

هنددا حمله په کلکه غندلې ده.

يوه هندي ډيپلوماټ چي خپل نوم يي نه دی ښوولی، زياته کړې چي: سفارت ته د ننوتلو دروازې الوزول سوي دی. د چاودني د ډير زور څخه د سفارت ديوالونه او يوه اندازه دننه ودانۍ زيانمنه سوې ده.

د هند سفارت مخ ته روغتياپال د انسانانو د بدن ټوټې راټولوی
د هند سفارت مخ ته روغتياپال د انسانانو د بدن ټوټې راټولویانځور: AP

د هند د دفاع وزارت په يوې اعلاميې کي ويلي دي چي « موږ د سفارت د پرسونل د تلفاتو څخه بيره لرو... د هند حکومت په افغانستان کي د هغه هيواد پر ډيپلوماتيکي نمايندګي باندي دغه ترورستي او وحشي حمله په کلکه غندلې. او ويلي يي دي چي دا ډول ترورستي اعمال موږ د افغانستان د خلګو او حکومت سره د خپلو کړو ژمنو څخه نسي پر شاکولای»

له خوا د هند د بهرنيو چارو وزير پر ناب موکرجي، ويلي دي چي د دوشنبې د ورځي په سهار په کابل کي د هغه هيواد پر سفارت باندي په حمله کي د دوو ډيپلوماتانو په شمول څلور تنه هنديان وژل سوي دي. په وژل سوو کي د هند پوځي آتشه يو بل ډيپلومات او دوه تنه امنيتي ساتونکي شامل دي.

افغان امنيتي ځواکونه د سفارت شاوخوا کلابنده کړې
افغان امنيتي ځواکونه د سفارت شاوخوا کلابنده کړېانځور: AP

دغه راز د اندونيزيا د بهرنيو چارو د وزارت وياند تيکو فيضاسياه، ويلي دي چي په کابل کي د هند پر سفارت باندي د موټر بم په چاودنه کي ددوی دوه تنه ډيپلوماتان هم زخمي سوي دي او د هغه هيواد و سفارت ته هم ډير تاوان ور رسېدلی دی. هغه ويلي دي: « که څه هم په کابل کي د اندونيزيا سفارت د بريد هدف نو خو د موقعيت له لحاظه زموږ سفارت ته ډير تاوان ور رسېدلی دی او دغه راز دوه اندونيزيايي ډيپلوماتان هم سر سري ټپي سوي دي.

په قوي احتمال سره ددې چاودني ډيری قربانيان امنيتي ساتونکي او د ويزې اخستلو لپاره راغلي خلګ دی.

د کابل په عاجل روغتون کي په مړو کي د دوو ښځو جسدونه هم سته. ددې ښځو څخه د يوې خور ويلي دي چي د چاودني په وخت کي يي د خور سره يو کوچنی هم و چي اوس نه معلوميږي.

په دې ترځ کي د امريکا د متحده ايالتونو او آلمان حکومتونو په کابل کي د دوشنبې د ورځي خونړی بريد په کلکه غندلی او د آلمان د بهرنيو چارو وزير د افغانستان د خلګو سره په پريشانۍ او ماتم کي ځان شريک بللی او د هند د حکومت سره يي خپله غم شريکي ښوولې ده.