1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جیمز متیس: آیا پر طالبانو اعتماد کیدای شي؟

۱۳۹۸ شهریور ۱۸, دوشنبه

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع پخواني وزیر ویلي دي چې د واشنګټن او طالبانو تر منخ د خبرو په اړه، اصلي پوښتنه دا ده چې ایا پر طالبانو باندې «اعتبار» کیدای شي او که نه. دغه خبرې د ترمپ د وروستیو څرګندونو له کبله ودریدې.

https://p.dw.com/p/3PGOu
USA James Mattis
انځور: Getty Images/K. Lane

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع پخواني وزیر جمیز متیس، د «سي بي اس» له تلویزیون سره په مرکه کې ویلي دي چې له طالبانو سره په خبرو کې باید لومړی د هغوي د ژمنو «سموالي و ارزول شي» او بیا پرې «اعتبار» وکړای شي.

د هغه په خبره امریکا متحده ایالاتو ان د پځواني ولسمشر جورج ډبیلو بوش، د واکمنۍ له مهاله له طالبانو څخه غوښتل چې خپلې اړیکې له القاعدې سره وشلوي. د دې امریکایي پخواني پوځي چارواکي په خبره طالبانو تل له دې خبرې انکار کاوه.

متیس دا هم ویلي دي چې باید هیڅ کله دا خبره هیره نه شي چې القاعدې پر امریکا متحده ایالاتو باندې د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر پر یوولسمه نیټه بریدونه وکړل چې هغه وخت هم د طالبانو له ملاتړه برخمنه وه.

دغه چارواکی په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ، له طالبانو سره د سولې روانې خبرې اترې او واشنګتن ته د دې ډلې د استازو یو پلان شوی سفر لغوه کړل.

ترمپ ویلي دي چې دا کار یې د طالبانو په یوه وروستي برید کې د یوه امریکایي سرتیري د وژل کیدو له کبله کړی دی.

طالبان او امریکا له میاشتو راهیسې د قطر په پلازمینه دوحه، کې یو له بل سره په خبرو اترو بوخت ول او تر نهو پړاونو وروسته یې په اصولو کې پر یوه تړون موافقه سره وکړه.

که څه هم داسې ښکاریدل چې د تړون د لاسلیکیدو نیټه ډیر نزدې ده، خو ترمپ وویل چې دغه بهیر یې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي د دوام له کبله درولی دی.