1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جوبایدن: پوتین په اوکراین کي غلطه محاسبه کړې وه

۱۴۰۱ مهر ۲۰, چهارشنبه

د امریکا متحده ایالاتو جمهور رییس، جوبایدن د سي. ان. ان. امریکايي خبري چینل سره په یوه مرکه کي واضح کړه، چي د روسیې جمهور رییس، ولاد یمیر پوتین پر اوکراین باندي په تهاجمي جنګ کي کاملأ غلطه محاسبه کړې وه.

https://p.dw.com/p/4I4WY
USA Washington | Weißes Haus | Joe Biden, Präsident | Statement Ukrainekrieg
انځور: Andrew Harnik/AP Photo/picture alliance

بایدن که څه هم پوتین یو« منطقي بازیګر» بولي، خو د هغه اهداف یې «غیرمنطقي» وبلله. 

په خبره یې پوتین په اشتباه سره دا تصور کاوه، چي اوکرین به د روسیې تر حملې وروسته ورته تسلیم سي. بایدن خپلو خبرو ته ادامه ورکړه اویې ویل، چي پوتین احتمالأ دا فکر کاوه، چي په اوکراین کي به غیږ ورته خلاص او ورڅخه ښه استقبال وسي. خو په دې تصور سره د کریملین مشر کاملاً غلطه محاسبه کړې وه.