1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جوبایدن په امریکا کي د کرونا وبا ختمه اعلان کړه

۱۴۰۱ شهریور ۲۸, دوشنبه

د جمهوررئیس جوبایدن په خبره په امریکا متحده ایالاتو کي د کرونا وبا نوره ختمه سوې ده.

https://p.dw.com/p/4H3Z0
USA Joe Biden auf Corona Positiv getestet
انځور: Susan Walsh/AP Photo/picture alliance

هغه د سي بي اِس خبري ټلویزوني چینل سره په خبرو کي وویل، چي که څه هم د کرونا سره اوس هم مشکلات رامنځته کیږي، خو دغه وبا نوره ختمه سوې ده. هغه وویل، په امریکا متحده ایالاتو کي نور په دې منځ کي هیڅوک ماسک نه اغوندي، خو سربیره پردې د هغوی حالت ښه دی او په کرونا باندي لږ اخته کیږي.

باید وویل چي په امریکا متحده ایالاتو کي د کرونا محدودیتونه تر ډیره حده پوري ایسته سوي دي. خو همدا یو څو اونی دمخه لا حکومت د دغه هیواد له کانګرس څخه د نورو پیسو د حواله کولو غوښتنه کړې وه، تر څو په راتلونکي مني کي د کرونا د یوې ممکنه څپې په رامنخته کیدو سره د کرونا ټیستونه او واکسیونونه تمویل سي.