1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جو بايډن: اوکراين ته اوږد واټنه توغندي نه ورکوو

۱۴۰۱ خرداد ۱۰, سه‌شنبه

روسيې په دونباس کي د اوکرايني عسکرو د محاصره کولو ګواښ کړی چي له کبله يې اوکراين له امريکا څخه د راکټونو غوښتنه وکړه. خو امريکا وايي اوکراین ته به داسې توغندي ور نه کړي چې روسيې ورسیږي.

https://p.dw.com/p/4C5db
Ukraine | Kämpfe um Sjewjerodonezk
انځور: Aris Messinis/AFP

د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلينسکي وايي چي روسيې پر دونباس سيمه حد اکثر فشار وارد کړی دی. د هغه په وينا روسي ځواکونه اوس په دونباس کي «د خپل غښتلي جنګي قوت څخه خوند اخلي.» هغه زياته کړې چي د دونباس په شمول د اوکراين په ختيځ کي يو شمير ښارونه د روسيې هدف دي.

د زيلينسکي په وينا د اوکراين په تر ټولو لوی دويم ښار خارکيف او په شمال ختيځي سيمي سومي کي هم د روسي ځواکونو بمبارۍ ادامه لري.

له بل اړخه د اوکراين پوځي مشر په سيمه کي د تازه روسي اقداماتو څخه خبرداری ورکړی دی. د روانې جګړې د وضعيت په هکله په ورځني راپور کي ويل سوي دي چي پر ختيځ ښار سلويانسک هم د روسي بريد چمتو والی نيول کيږي.

تر روسیې پوري رسېدونکي راکټونه

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جو بايډن د دوشنبې په ورځ وويل چي متحده ايالات به اوکراين ته داسي راکټونه ور نه کړي چي تر روسيې پوري د رسېدلو توان ولري.

د ولسمشر بايډن دا څرګندونې د رسنيو د خبرونو په هغه تناظر کي سوي دي چي ګواکي د بايډن اداره چمتو والی نيسي چي له روسيې سره د جګړې په ترڅ کي کيف ته د اوږد واټن راکټونه ورکړي.

د رويټرز خبري آژانس د خبر له مخي جو بايډن د خبريالانو سره د خبرو پر وخت وويل: «موږ به اوکراين ته داسي راکټونه نه ولېږو، چي تر روس پوري واټن وهلای سي.»

له دې مخکي د اوکراين چارواکو په اوږد واټن کي نخښه ويشتونکو توغنديو غوښتنه کړې وه. اوکراين د ياد ډول «ملټيپل لانچ راکټ سيسټم» غوښتنه کړې وه چي ورته ايم ايل آر ايس هم ويل کيږي. دغه سیسټم کولای سي چي پر يو وخت زيات شمير راکټونه په سلونو کلومترو لیرې واټن کي هدف په نخښه کړي. خو د جوبايډن له خبرو څخه دا څرګنده نه سوه چي هغه په دقيق ډول د کوم ډول توغنديو د نه ورکړې خبره کوي.

USA Washington | Ansprache Präsident Joe Biden nach Angriff auf Schule in Uvalde
انځور: Kevin Lamarque/REUTERS

له دې مخکي امريکايي رسنيو لکه واشنګټن پوسټ او سي ان ان راپور خپور کړی وو چي ګواکي د جو بايډن اداره لېوالتيا لري چي اوکراين ته د ايم ايل آر ايس سيسټم تر څنګ د های موبيليټي آرټيلري سيسټم هم ورکړي. دا هغه توغندي دي چي له يو ځای څخه بل ځای ته يې د دستګاه انتقال ډېر آسان دی ځکه چي پخپله ګرځنده سيسټمونه دي.

د اوکراين حکومت پر غرب ږغ کړی وو چي ورته د اوږد واټن ویشتونکي توغندي ورکړي چي په مرسته يې هغوی وکولای سي چي د اوکراين پر ضد د روسيې جګړې ته نوی استقامت ورکړي. امريکایی چارواکو د دغې غوښتني په جواب کي ويلي ول چي په جدي توګه پر دغه غوښتنه غور روان دی.

امريکا متحده ايالاتو تر اوسه پوري اوکراين ته يو شمير نور راکټونه او وسلي ورکړي دي. په دغو کي دافع هوا يا له مځکي څخه د الوتکو ويشتونکي توغندي او بې پلوټه الوتکي هم شاملي دي.

خو د روسيې د باندنيو چارو وزير سرګې لاوروف غرب ته خبرداری ورکړی وو چي اوکراين ته داسي وسلې ور نه کړي چي په مرسته يې د روسيې خاوره په نخښه کيدلای سي. هغه ويلي ول چي که غرب اوکراين ته دا ډول وسلې ورکړي نو «دا به د نه منلو وړ تاوتريخوالي پر لور يو جدي قدم» وي.

د روسيې له خوا پر اوکراين له بريد راهيسي تر ۴۰۰۰ څخه زيات انسانان وژل سوي او په سلونو زره بې کوره سوي دي.

د اروپايي اتحاديې د ۹ ملياردو يورو د مرستو ژمنه

په عيني حال کي د اروپايي ټولني د شورا رئيس چارلس ميشل اعلان کړی دی چي دغه اتحاديه اوکراين ته د ۹ میلياردو يورو د ورکولو له پاره چمتو ده. هغه ويلي چي اروپايي ټولنه د جي اوه ډلې د غړو هيوادونو سره په همکارۍ کيف ته د نغدو پيسو ورکولو ته تياره ده.

آ./ا.ا./ا.خ.ح.