1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيافریقا

جنوبي سوډان: په کشمکشونو کي لږترلږه ۶۰ کسان وژل سوي

۱۴۰۱ دی ۶, سه‌شنبه

د تشدد ډکو کشمکشونو او نښتو کي په جنوبي سوډان کي حداقل ۶۰ کسان وژل سوي، چي په منځ کي يې ډيري ښځي او کوچنیان هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/4LSgN
Südsudan, Khartoum  | Proteste gegen die Militärregierung
انځور: AFP/Getty Images

د تشدد ډکو کشمکشونو او نښتو کي په جنوبي سوډان کي حداقل ۶۰ کسان وژل سوي، چي په منځ کي يې ډيري ښځي او کوچنیان هم شامل دي. 
د یونګلای ایالت یوه محلي وکیل الماني خبري آژانس-dpa ته ویلي چي د ګریتر پیبور پر ښار باندي د تیري یکشنبه راهیسي د ځوانانو د یوې ملیشې په سلهاوو کسانو په یوه حمله کي همدارنګه ۲۰ نور انسانان زخمیان سوي هم دي. په خبره یې کشمکشونه او اخ وډبونه اوس هم ادامه لري. 
د شرقي افریقا ددغه هیواد په یونګلای او یوپیر نیل ایالتونو کي د څو هفتو راهیسي د تشدد ډکه فضأ رامنځته سوې ده. د ملګرو ملتونو د سازمان په حواله د نوي تشنج د رامنځته کیدو راهیسي تر ۱۹۰۰ اضافه انسانان تښتیدلي دي.