1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«امریکایي ځواکونه به څو نور کاله هم په افغانستان کې پاتې شي»

۱۳۹۸ آبان ۲۰, دوشنبه

یو لوړپوړی امریکایي جنرال اټکل کوي چې په افغانستان او یو شمیر نورو نا آرامه هیوادونو کې به د امریکا پوځ حضور څو نور کاله هم ادامه ومومي او په خبره یې دا کار د واشنګټن په ګټه دی.

https://p.dw.com/p/3SoYo
US-Militär: General Milley
انځور: Reuters/E. Scott

د امریکا متحده ایالاتو د پوځ لوی درستیز مارک میلي، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ۱۸ کلن حضور په اړه ویلي دي: «زه ګومان کوم چې دغه [حضور] به څور نور کلونه هم ادامه ومومي.» هغه دغه څرګندونې له اې بي سي، تلویزوني چېنل سره د یکشنبې په ورځ په یوه مرکه کې کړي دي.

 

هغه په خپله مرکه کې دې ته اشاره کړې ده چې د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د یوولسمې د پيښو وروسته په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ماموریت اصلي هدف دا وو چې دا خبره یقنیي کړي چې دغه هیواد بیا هیڅکله د ترهګرو له پاره پر یوه پټنځای وا نه اوړي، چې پر متحده ایالاتو برید وکړي.

دغه امریکایي جنرال په خپلو څرګندونو کې یادونه کړې ده چې «دغه ماموریت لا تر اوسه نه دی بشپړ شوی.» د هغه په خبره «د دغه ماموریت د بریالیتوب له پاره په پام کې ده د افغانستان حکومت او افغان امنیتي ځواکونه د خپل داخلي امنیت پر ثبات وتوانیږي، څو ترهګر له دې راوګرځوي چې د افغانستان له خاورې پر نورو هیوادونو بریدونه وکړي، په ځانګړې توګه پر متحده ایالاتو.»

جنرال میلې په خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي دي چې د داعش جنګیالي لا هم په سوریه کې پاتې دي او امریکایي ځواکونه «به هلته د پام وړ یوې مودې له پاره پاتې شي، ځکه چې هلته د مرستې له پاره پاتې کیدل زموږ په ګټه دي.» هغه په خپلو څرګندونو کې پر دې ټینګار وکړ که چیرې په سوریه کې پر داعش باندې فشار ادامه و نه مومي، دغه ډله کیدای شي بیا هلته سر راپورته کړي.

خو د پوځ د دغه لوړپوړي چارواکي خبرې د متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترامپ له څرګندونو سره په تناقض کې دي. ترمپ څو وارې ویلي دي چې په نړیواله کچه له ډیر شمیر کړکیچونو څخه د امریکايي ځواکونو د راوتلو وخت رارسیدلی دی.