1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبې په اړه غبرګونونه

۱۳۹۹ تیر ۱۴, شنبه

ولسمشر غني د هغه پخواني لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم ته د مارشالی رتبه ورکړې. د ملي پخلاینې شورا د رییس عبدالله عبدالله په ګډون یوشمېر سیاستوالو ښاغلي دوستم ته مبارکي ویلې، خو ځینې یې پر وړاندې بل غبرګون هم ښيي.

https://p.dw.com/p/3emeL
Afghanistan Portät Abdul Rashid Dostum
انځور: picture-alliance/dpa/S. Sabawoon

ټولیزو شبکو کې د یوه خپاره شوي فرمان له مخې، ولسمشر محمد اشرف غني د جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم ته د سیاسي کړکیچونو د هواري او د هېواد په ټیکاؤ کې د هغه د هلوځلو په پار د مارشالی رتبه ورکړې ده.

د جنرال دوستم لور راحله دوستم ددغه فرمان انځور پر خپله ټویټر پاڼه خپور کړی او لیکلي یې دي: «حق، حقدار ته رسیږي، څه ژر او یا څه ناوخته، مارشالي زمونږ حق ؤ، په هېواد کې سوله او ټیکاؤ زمونږ هیله ده.»

د اغلې دوستم پر وینا، پلار یې د خلکو د زړونو مارشال دی.

غبرګونونه

د افغانستان د اساسي قانون د ۶۴ مادې پر بنسټ، ولسمشر ددې واک لري چې فوق العاده او افتخاري رتبې ورکړي، خو پوښتنه داده چې ایا په فرمان کې د مارشالی معیارونه په پام کې نېول شوي؟

حقوقي شنونکي شیرین خان حبیب دویچه ویله ته وویل: «هغه معیارونه چې په نظامي چارو کې د مارشالی لپاره مشخص دي، متاسفانه جنرال دوستم ته د هغو نظامي معیارونو له مخې چې مارشالۍ ته اړین دي دا رتبه نه ده ورکړل شوې.»

مارشالي د افغانستان په ګډون په ډیرو هېوادونو کې ترټولو لوړه رتبه ده.

پوځي شنونکي وايي، د مارشالۍ رتبه د ډيرو سترو پوځي بریاوو د لاسته راوړلو په بدل کې ورکول کیږي.

له حقوقي اړخه د مارشالۍ لپاره دا هم مهمه ګڼل کیږي چې دغه کس باید په کوم جنګي جنایت تورن نه وي.

Politische Rivalen in Afghanistan vereinbaren Machtteilung
د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړه لیک په یوه برخه کې راغلي چې جنرال دوستم به د ولسمشر د یوه فرمان پربنسټ د مارشالۍ رتبې ته ارتقا کوي.انځور: picture-alliance/dpa/AP/Office of the President of Afghanistan

ښاغلي حبیب په دې اړه وویل: «پر ښاغلي دوستم د جنګي جنایتونو، جنسي تیریو او نورو جرایمو تورونه شته، البته له حقوقي پلوه د محکمې له حکم پرته څوک مجرم نه ګڼل کیږي خو ستونزه داده چې ددغو تورونو سپیناوی هم تراوسه نه دی شوی د دوستم او ایشچي موضوع تراوسه پر ځای پاتې ده.»

د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړه لیک په یوه برخه کې راغلي چې جنرال دوستم به د ولسمشر د یوه فرمان پربنسټ د مارشالۍ رتبې ته ارتقا کوي او ترڅنګ به یې د دولت د عالي شورا او ملي امنیت شورا غړیتوب هم ولري.

د ملي پخلاینې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله دوستم ته د مارشالۍ رتبې له ورکولو هرکلی کړی.

نوموړي پرخپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «تاسو ته د مارشالی رتبې په درکولو سره له ملي واکمنۍ څخه د دفاع او ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې ستاسو د نه ستړې کېدونکو هلوځلو قدرداني وشوه.»

تر جنرال دوستم وړاندې د پخواني پاچا محمد ظاهرشا تره شاه ولی خان او پخواني ولسمشر حامد کرزي لومړي مرستیال قسیم فهیم ته هم د مارشالۍ رتبې ورکړل شوي دي.

منتقدین وايي، افغانستان کې لوړې پوځي او ملکي رتبې د وړتیا او معیارونو پربنسټ نه، بلکې د سیاسي جوړجاړیو په پایله کې ورکول کیږي.

اسماعیل شاکر – کابل