1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنرال حفتر په لیبیا کي د اوربند اعلان وکړ

۱۳۹۸ دی ۲۲, یکشنبه

جنرال حفتر په لیبیا کي د اوربند سره بالاخره موافقه وکړه. داسي چي هغه به په دغه جنگ ځپلي هیواد کي د همدا نن یکشنبې سهار وختي څخه نافذ سي. روسیې او ترکيې تر دې دمخه په لیبیا کي د اوربند غوښتنه کړې وه.

https://p.dw.com/p/3W4Lc
Merkel zu Krisengesprächen bei Putin in Moskau
انځور: picture alliance/dpa/AP/P. Golovkin

د لیبیا د حکومت پرضد جنگېدونکی جنرال حفتر د روسيې او ترکيې د اوربند له غوښتني سره بالاخره موافقه وکړه. په خپله نومول سوي د لیبیا د ملي اردو (LNA ) مشر، حفتر اعلان وکړ چي اوربند به د نن یکشنبې (د جنورۍ میاشتي ۱۲ مه)  سهار وختي څخه نافذ سي. دا هم په داسي حال کي ده، چي تیره جمعې ورځ لا هغه ویلي ول، چي د لیبیا په پایتخت طرابلس کي به جنگونو ته دوام ورکړي. هغه ویلی وه، چي  یو ملکي دولت یوازي هغه وخت جوړیدلای سي، چي «تروتریسټي ډلي» کاملأ له منځه ولاړي سي.

د هغه قواوي د تیر ۲۰۱۹ م کال د اپریل میاشتي راهیسي پر طرابلس باندي جنگونه کوي او په تیرو اوونیو کي یې شدت ورکړی دی. د ليبيا د ملي اردو (LNA ) ویاند، احمد ال مسماري د ملگرو ملتونو له خوا حمایه کیدونکي اوربند د ماتیدو څخه خبرداری ورکړی دی. د بلي خوا بیا حکومتي قواوو هم د دغه اوربند څخه هرکلی کړی دی.

Libyen Khalifa Haftar
انځور: AFP/A. Doma

روسیې او ترکيې تیره چهارشنبه ورځ په لیبیا کي د اوربند غوښتنه کړې وه. دا هم په داسي حال کي ده چي روسيه، مصر او عربي متحده امارات د لیبیا په شخړه کي د جنرال حفتر ملاتړ کوي او ترکیه بیا د طرابلس د حکومت څخه. ترکیې پر بين المللي انتقادونو سربیره فیصله کړې ده، چي د شمالي افریقا دغه هیواد ته به خپلي قواوي ولیږي.

جرمني هم د میاشتو میاشتو راهیسي د لیبیا د شخړي د یوه سیاسي حل کوښښ کوي. په برلین کي د یوه بين المللي کنفرانس په جوړیدو سره د جرمني صدراعظمه انګيلا ميرکل او د روسيې جمهوررييس ولاديمير پوتين غواړي په دغه جنگ ځپلي هیواد کي یو سوله يز حل پیدا کړي.