1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنرال باجوه په کابل کې له غني او عبدالله سره لیدلي

۱۳۹۹ خرداد ۲۰, سه‌شنبه

د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال قمر جاويد باجوه نن، سه شنبه په کابل کې له افغان مشرانو سره ليدلي دي. د ارګ له خوا ويل شوي چې په دغه کتنه کې د سولې پر پروسې او له دغې پروسې څخه د پاکستان پر ملاتړ خبرې شوي دي.

https://p.dw.com/p/3dVxy
Afghanistan General Qamar Bajwa Chief of Staff Pakistan Army
انځور: Presidential Press Office

د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال قمر جاويد باجوه کابل ته د خپل سفر پر مهال د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د سولې او د عالي شورا له رئيس، عبدالله عبدالله سره کتلي دي.

د ارګ ماڼۍ په خپله فيسبوک پاڼه نن سه شنبه (د جون ۹ نیټه) ليکلي چې افغان ولسمشر نن غرمه جنرال باجوه او ورسره راغلی پلاوی خپل حضور ته ومانه او دواړو لورو د سولې پر پروسې او په دغه پروسه کې د پاکستان د رول او ملاتړ په اړه خبرې وکړې.

ارګ زياته کړې ده: «په دې اړه هم بحث او خبرې وشوې چې د دواړو هیوادونو خاوره به د یو او بل پرضد نه کارول کېږي.»

د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم پر ټويټر ليکلي دي چې نن ېې د جنرال باجوه هرکلی کړی دی. عبدالله د جنرال باجوه سره نننۍ ليدنه کتنه په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت له پاره يو ګټور ګام بللی دی.

Afghanistan General Qamar Bajwa Chief of Staff Pakistan Army
انځور: Press Office High Council for Reconciliation

عبدالله د خپل ټويټ په ادامه کې ليکلي: «جنرال باجوه د بين الافغاني خبرو او په لنډ وخت کې یې د پيلدو څخه د پاکستان له هڅو ډاډ ورکړ.» د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر، کابل ته د جنرال باجوه سفر، په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت له پاره يو استثناي فرصت بللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې همدا نن طالبانو ويلي دي چې د بنديانو د تبادلې په لړۍ کې يې د خپلو زندانونو څخه يو شمير افغان سرتيري آزاد کړي دي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر ویاند سهيل شاهين په دې اړه پر ټويټر ليکلي دي: «نن هم د ارزګان په ولایت کې د افغانستان د اسلامي امارت له محبس څخه د کابل ادارې ۱۵ تنه عسکر او پولیس خوشې شول.»

شاهين زياته کړې چې هر آزاد شوي سرتيري ته ۵۰۰۰ افغانۍ او نوې جامې هم ورکړل شوي او خپلو کورنو ته يې وليږل شول.

ولسمشر غني په ورستيو کې ويلي وو چې سولې ته د رسيدو په موخه د طالب بنديانو د آزداولو لړۍ چټکه کوي او له طالبانو څخه يې هم د ورته اقدام غوښتنه کړې وه.

 م.ک.ص/ب.ص