1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

جرمني: ۱،۰۳ ملیونه اوکرایني مهاجر راغلي

۱۴۰۱ آذر ۶, یکشنبه

اوکرایني مهاجر په اوس وخت کي په اروپا کي په غیر مساوي او نامتوازن ډول سره تقسیم سوي دی.

https://p.dw.com/p/4K9HS
Deutschland Berlin März 2022 | Flüchtlinge aus der Ukraine
انځور: Jens Schicke/IMAGO

لکه څنگه چي المانۍ ورځپاڼي، بیلډ د جرمني د داخله وزارت په حواله نن یکشنبه لیکلي دي، د همدې نومبر میاشتي تر ۲۱ مي پوري دغه هیواد ته  ۱۰۲۷۷۸۹ اوکرایني مهاجرین راغلي او ځای پرځای سوي دي. دا مثلأ د فرانسې به نسبت نهه واره ډیر دي. 
په همدې دلیل د اروپا د اتحادیې په پارلمان کي د محافظه کارانو د فراکسیون مشر، مانفرید وېبر د اوکرایني مهاجرینو سره د ډیر پیوستون او یو پر بل باندي دعادلانه ویشلو خبره کړې ده. هغه ویلي: «که اوس د ژمي پر وخت د روسي پوځ د حملو او بمباریو په نتیجه کي نور اوکرایني مهاجر مجبوره سي، چي وطن پریږدی او وتښتي، نو باید غربي اروپا لا ډیر مسؤلیت پر غاړه واخلي». په خبره یې د دغه بې مثاله چلنج سره باید د اروپا د اتحادیې ټوله دولتونه په گډه او مشترک ډول سره رفتار وکړي.