1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني متقاعدینو ته ۳۰۰ یورو ورکوي

۱۴۰۱ مهر ۱۳, چهارشنبه

د جرمني کابینې متقاعدینو ته د انرژۍ د ګرانیدو په دلیل د یوواري ۳۰۰ یورو ورکول تصویب کړه.

https://p.dw.com/p/4HmF5
Rentner-Paar - Barbara und Czesław Gęszczak
انځور: Jacek Lepiarz

د سوسیال ډیموکراټانو له حزب څخه د اجتماعي مسایلو وزیر، هوبیرتوس هایل نن چهارشنبه د کابینې د جلسې تر ختمیدو لږ وروسته وویل چي هغوی ته به دغه مبلغ د همدې کال د ډسمبر میاشتي پر ۲۲ مه حواله سي. 
په خبره یې د غذايي موادو او انرژۍ د ګرانیدو په سختو وختونو کي د جرمني اجتماعي دولت د اقتصادي لحاظه ضعیفو خلګو څنګ ته ولاړ دی. خو دغه ۳۰۰ یورو یوازي هغو متقاعدینو ته ورکول کیږي، چي دلته په جرمني کي استوګن وي.