1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني: د کریسمس بازار څخه غلو درې وري غلا کړي

۱۳۹۸ آذر ۳۰, شنبه

د جرمني د کریسمس د یوه بازار څخه غلو درې وري غلا کړي دي. په دغه میله ځای کي د یوې غرفې درلودونکي کس غوښتل، چي دغه وري او دوه پسونه د خلگو تماشا ته کښیږدي او هغوی راجذب کړي.

https://p.dw.com/p/3VBhv
BdT Lämmer in Marienmünster
انځور: picture-alliance/dpa/Guido Kirchner

درې وري او دوه پسونه، چي د وریانو مور او پلار وه، د غرفې چلونکي د پنجشنبه (د ډسمبر میاشتي ۱۹ مه) په ماښام  مارکیټ ته راوړي وه . هلته یې ورته یو مخصوص ځای جوړ کړی او جالۍ ورباندي راگرزولې وه. خو کله چي دئ په دغه سبا د وریانو د مور او پلار(پسونه) نابلده نارو ته متوجه سو، ویې لیدل، چي وریان یې غلا سوي دي.

BdT Deutschland | Weihnachtsmarkt in Bremen
کریسمس بازارانځور: picture-alliance/dpa/M. Assanimoghaddam

پولیس گومان کوي، چي غله به د جالۍ څخه وراوښتي او وري به یې غلا کړي وي. که څه هم د وریانو ارزښت دومره نه ؤ او ۳۰۰ یورو اټکل سوی دی، خو خاوند یې ځکه ډیر په خوابدی دی، چي غوښتل یې د هغو په وسیله باندي خلگ راجذب او ډیره سودا یې وسي.