1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

جرمني د کرونا د عواقبو پرضد لویه اقتصادي بسته تصویبوي

۱۳۹۹ فروردین ۳, یکشنبه

د جرمني حکومت د کرونا د عواقبو پرضد لویه اقتصادي بسته تصویبوي. دمالیې وزیر شولڅ د یوه لوی چلنج  او د بودجې په سیاست کي یې د تغیر خبره کړې ده.

https://p.dw.com/p/3ZrxC
Bundestag | Haushaltsdebatte | Finanzminister Olaf Scholz mit Kanzlerin Merkel
د جرمنې د ماليې وزير شولڅ له صدراعظمې انګلا مرکل سره - د آرشيف انځورانځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

د رویترس خبري آژانس په حواله په نظرکي دي، چي په دې منظور به حکومت ۱۵۶ ملیارډه نوئ پورواخلي  او د تر ۶۰۰ملیارډه  پوري د ژغورنکي پروګرام یوه بسته په تصویب ورسوي. کابینه به همدا سبا دوشنبه لا د ۲۰۲۰ م کال پر تصویب سوي بودجې باندي نوموړې ضمیمه بودجه تصویب کړي.

ضمیمه بودجه د مستقل او ازادو کارکونکو،کوچنیو شرکتونو،  دوکاندانانو او نورو مشابه کسبونو له پاره تر ۵۰ ملیارډه یورو پوري کومک په نظر کي نیولی دی. د کار وزارت همدارنګه د اجتماعي کومکو اخیستونکو له پاره هم اضافه ۱،۲ ملیارډه یورو په نظر کي نیولي دي .

حکومت غواړي د کرونا ویروس په سبب متضرر سوي کرایه نشینین او پوروړي هم حمایه کړي. په دې ارتباط د قانون تغیر به هغوی ته دا امکانات ورکړي، چي په لمړي سر کي خپل پوروڼه ورنه کړي.

Berlin Finanzminister Olaf Scholz
د آلمان د مالېې وزير، اولف شولڅانځور: picture-alliance/AA/A. Hosbas

د کابینې د ضمیمه بودجې په مسوده کي حکومت غواړي، داسي تدابیر پر لاري واچوي، چي اضافي ۱۲۲،۸ ملیارډه مصارف هم په پلان کي لري. سربیره پردې حکومت اټکل کوي، چي ۳۳،۵ ملیارډه یورو به د مالیاتو له درکه کمي په لاس راسي. 

 د جرمني  د اساسي قانون  مطابق باید نوي پورونه تر ۱۰۰ ملیارډه اضافه نه سي اوڅنګه چي اوسني پورونه ۱۵۶ ملیارډه دي، نو به د راتلونکي چارشنبې په ورځ پارلمان د اضطراري حالاتو طرزالعمل تصویب کړي، چي بیا نو اضافه پورونو اخیستلو ته هم اجازه ورکول کیږي.

نمونه، د بانکونو ژوغورل

لکه څنګه چي د اقتصادي ثبات د صندوق، ډبلیو اېس ایف د قانون له مسودې څخه معلومیږي، د  ۶۰۰ ملیارډه پلان سوو یورو   څخه  د کورونا په سبب متضرر سوي شرکتونو له پاره ۴۰۰ ملیارډه د یوه تضمین په ډول په نظرکي نیول سوي دي، چي په وسیله به یې دغه شرکتونه د اضافي مالیاتو او پیس څخه معافیږي. د جرمني حکومت د دغو پیسو څخه سل ملیارډه یې په   شرکتونو کي د مستقیمي برخي اخیستني په خاطر پلان کړي دي. په دې ډول سره دولت د ضرورت پر وخت په ورشکسته سوو شرکتونو کي ورګډیږي او برخه پکښي اخلي، تر څو هغوی پر پښو ودروي او د ثبات حالت ته یې ورسوي.

د مالیې وزیراولاف شولڅ وویل، چي حکومت غواړي د جهاني اقتصادي بحران د وخت ژغورونکی پروګرام بیرته فعاله او رامنځته کړي. خو په خبره یې»اوس د حقیقي اقتصاد د ژغورني په خاطر« خو دا لا معلومه نده، چي اوسنی د کرونا بحران او د اقتصاد بیرته پر پښو درول به واقعأ څومره مصرف او وخت ونیسي .