1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني ته د افغانانو د لېږد بهیر ځنډول شوی دی

هيلۍ اسد
۱۴۰۲ فروردین ۱۸, جمعه

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د افغانانو د منلو د نوي پروګرام له لارې به هیڅوک جرمني ته ونه لېږدول شي. ټاکل شوې د دغه پروګرام له پيل کولو مخکې امنیتي څېړنې ترسره شي.

https://p.dw.com/p/4Poew
آرشيف انځور: د آلمان په رمشتاین کې د امريکايي پوځونو په اډه کې تخلیه شوي افغانان
آرشيف انځور: د آلمان په رمشتاین کې د امريکايي پوځونو په اډه کې تخلیه شوي افغانانانځور: Airman Edgar Grimaldo/U.S. Air/Planet Pix via ZUMA Press Wire/picture alliance

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې تر هغه چې نورې امنیتي څېړنې نه وي ترسره شوي، هیڅوک به د افغانانو منلو د نوي پروګرام له لارې آلمان ته ونه لېږدول شي. د هغه په ​​خبره چې تر اوسه د دغه پروګرام له لارې هېڅوک جرمني ته نه دي لېږدول شوي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدا راز ویلي دي چې په تیرو څو اونیو کې آلمان ته د افغانانو د انتقال په برخه کې د احتمالي ناوړه استفادې «انفرادي» نخښې لیدل شوي دي. هغه زیاته کړه، د اوسنیو موندنو پر بنسټ، دا ټولې قضیې د هغو کسانو پورې اړه لري چې په دې وروستیو کې خوندي دریم هیواد ته رسیدلي او له همدې امله د داخلې په نوي پروګرام کې ندي شامل شوي.

اړونده موضوع: المان د افغانانو د منلو بهیر په مؤقت ډول درولی دی

هغه په ځینو نورو مواردو کې هم وضاحت ورکړی چې یوه یې هم د کورنۍ مسله ده، دی وایي چې یوه ستونزه د کورنۍ په جوړښت کې ده، مثلاً یو چا خپله خورزه د لور په لیست کې شامله کړې ده.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت یوې بلې قضیې ته اشاره کړې ده چې پکې یو "خطرناک کس" ظاهراً د دې پروګرام له لارې جرمني ته د رسېدو هڅه کړې وه، خو دغه کس د امنیتي ارزونو پر مهال وپیژندل شو او آلمان ته داخل نه شو.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د افغانانو د منلو د نوي پروګرام له لارې به هیڅوک جرمني ته ونه لېږدول شي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د افغانانو د منلو د نوي پروګرام له لارې به هیڅوک جرمني ته ونه لېږدول شي.انځور: Airman Edgar Grimaldo/U.S. Air/Planet Pix via ZUMA Press Wire/picture alliance

له خطر سره د مخ افغان وګړو د داخلیدو نوی پروګرام په نومبر میاشت کې د آلمان د کورنیو چارو وزیرې نانسي فئزر او د آلمان د بهرنیو چارو د وزیرې انالینا بیربوک له خوا معرفي شو. د دې پروګرام له مخې به هره میاشت تر ۱۰۰۰ پورې زیانمن شوي افغانان جرمني ته لېږدول کېدل.

اړونده موضوع: افغان مېرمنې: آلمان دې د افغانانو د رایستلو پروسه چټکه کړي

په ځانګړې توګه هغه کسان چې په افغانستان کې یې د بشري حقونو، قضا قوي، سیاست او رسنیو په برخه کې د کار له امله له ګواښ سره مخ دي کولای شي له دې پروګرام څخه ګټه واخلي. برسېره پردې، هغه خلک چې د دوی د جنسي تمایل، جنډر او مذهبي عقیدې له امله په خطر کې دي کولی شي د نوي داخلې پروګرام څخه ګټه پورته کړي. په پلان کې ده چې د ساتنې دغه پروګرام تر ۲۰۲۵م کال پورې دوام وکړي.

اړونده موضوع: المان: افغانستان ته اوسمهال د مجرمانو اخراج ممکن نه دی

د آلمان د فدرالي منل شوي پروګرام سره سم، د هغو محلي کارکوونکو قضیه چې په افغانستان کې د آلمان د شتون پر مهال یې له آلماني موسسو سره کار کړی دی هم د آلمان د مسئولو بنسټونو له خوا ارزول کیږي. په بل عبارت، هغه کسان چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې د آلمان له پوځ، د آلمان د بهرنیو چارو له وزارت او د دغه هیواد له پرمختیايي موسسو سره همکاري کړې وي، د آلمان د ویزې د ترلاسه کولو وړ ګڼل کیږي.

د آلمان د فدرالي حکومت د معلوماتو پر بنسټ، تر اوسه شاوخوا ۴۴ زره افغانانو د آلمان د منلو وعده ترلاسه کړې، چې له دې جملې څخه څه باندې ۳۰ زره تنه له افغانستان څخه آلمان ته لیږدول شوي دي.