1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني بیالوژیکي رنګارنګي غواړي

۱۴۰۱ آذر ۲۶, شنبه

د جرمني د اقلیم ساتني وزیرې، شټیفي لیمکه د ملګرو ملتونو د طبیعت ساتني په کنفرانس کي د حیواناتو او نباتاتو د انواعو د جدي ساتني غوښتنه وکړه.

https://p.dw.com/p/4L6En
Kanada Montreal COP15
انځور: Ryan Remiorz/AP/picture alliance

لیمکه د کاناډا په مونتریال کي د خپلي بیانیې پر وخت خبرداری ورکړ، چي د حیواناتو او نباتاتو  یو ملیون مختلف انواع د انقراض له خطر سره مواجه دي.  
د زرغون حزب دغې سیاستمداري په مشخص ډول د دې غوښتنه وکړه، چي د ملګرو ملتونو دغه کنفرانس دي تصمیم ونیسي، چي تر ۲۰۲۳ م کال پوري د وچي او بحرونو حداقل ۳۰ فیصده ساحه په مؤثر ډول سره  تر حفاظت لاندي راوستل سي.
هغې د جرمني د حکومت هغه وعده بیا تکرار کړه، چي د ۲۰۲۵ کال څخه به هر کال د بیالوژیکي رنګارنګي پخاطر یونیم ملیارډ یورو تخصیص کړي.