1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

جاپان څرنګه د کرونا ويروس په کنترول وتوانيد؟

۱۳۹۹ فروردین ۸, جمعه

په داسي حال کې چې په ټوله اروپا او امريکا کې ورځنۍ چارې دريدلې او عمومې رخصتي ده، جاپان پرته له دغه ډول اقداماتو بيا هم د کرونا ويروس چټک خپريدلو مخه نيولې. خو څرنګه؟

https://p.dw.com/p/3a7oi
Coronavirus Japan Tokio Ueno Park Besucher bestaunen Kirschblüten
انځور: picture-alliance/Zuma/Sopa/V. Kam

په ډيرو اروپايي هیوادونو کې د کرونا ويروس خپريدلو له کبله عمومي ژوند ډير محدود شوی دی، خو په جاپان کې خلک د اونۍ په پای کې پارکونو ته ولاړل، تر څو د ګيلاس له شګوفو خوند واخلي. په پارکونو کې په زرونو کسان تر دغو ونو لاندې او په واټونو کې کښېناستل،خوراک او څښاک يې وکړ، د ګیلاس له شګوفو سره يې سلفي عکسونه واخیستل.

د رسمې شمیرنو له مخې د مارچ میاشتې تر ۲۴ مي پوري په جاپان کې ۱۲۰۰ کسان پر دغه ويروس اخته شوي او ۴۳ کسانو يې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. هره ورځ پر«کوويد ۱۹» باندې تر لسونو کسانو د اخته کيدلو په هکله رپوټونه ورکول کیږې.

جاپان يو ګڼ ميشته هيواد دی او په نړيواله کچه پکې د ډير عمر کسانو شمير زيات دی. له دې کبله داسی وړاندوينه کیدله چې په کرونا د اخته کيدلو له امله به يې د مړو شویو کسانو شمير په چټکې سره زيات شي.

پر دې برسیره جاپان له چين سره، چې لومړی دغه ويروس پکې خپور شو نږدې اړيکي لري. په جنوري میاشت کې تر ۹۲۵ زره او په فبروري مياشت کې تر ۸۹ زره چينايانو جاپان ته سفر کړی وو.

د جاپان حکومت د مارچ میاشتې په وروستيو کې د کرونا وبا ته په غبرګون کې د ښوونځيو پسرلني رخصتی څخه دوه اونۍ دمخه ټول ښوونځي وتړل او ټول عمومي پروګرامونه يي لغوه کړل. خو مارکيټونو او رستورانتونو ته اجازه ورکړل شوه چې پرانيستې پاتې شي او لږ شمير جاپانیانو پریکړه وکړه چې له کور څخه کار وکړې.

د کرونا ويروس مهارول

په پيل کې پر کوويد ۱۹ باندې د اخته شویو کسانو لږ شمير د دې سبب شو، چې ځيني کسان فکر وکړی چې ګواکي حکومت ترينه رښتينې شمير پټوي. د ټولنيزو علومو کارپوهه باربارا هولتوس چې په توکيو کې د يوې المانۍ موسسي له پاره کار کوي وايې: »په فوکوشیما کې تر اتومي فاجعې وروسته چې په پيل کې حکومت نه غوښتل دا اعلان وکړي، چې هستوي سون ذوب شوي دي، نو نن ورځ هم ډيرې خلک پر هغه شمیر چې دولت يې اعلانوي باور نه لري.«

د جاپان حکومت په طبې موسسه کي ويروس پيژندونکې ماسا هيرو کامي په خبره، سره له دې جاپان په ورځ کې د ۶ زره لابراتواري ازمايښتونو وړتیا لري، چې تر اوسه يوازي ۱۴ زره ازمايښتونه يې تر سره کړي. دغه ازمايښت پر هغو کسانو تر سره کيږې چې تر ټولو جدي علايم ولري. هغه زياته کړه په دي ډول نو د اخته شويو کسانو شمیر به ډير زيات وي چې په اړه يې رپوټ نه دی ورکړل شوی.

Japan Desinfektion der Hände
په جاپان کې یو ماشوم د نظافت له پاره وضع شوي لارښوونې زده کويانځور: Getty Images/AFP/P. Fong

د ټولنيزو علومو کارپوه کويچې ناکو وويل چې د جاپان لومړي وزير شينزو آبه کیدای شي غوښتل يې چې جاپان د یو مصؤن هیواد په توګه معرفي کړي، تر څو په دوبې کې د المپيک لوبې چې په دغه هیواد کي جوړيدونکي وی لغوه نه شی.

خو د المپيک نړیوالې کميټې دغه مسابقې وځنډولې. د جاپان د روغتيا وزارت کارپوهان په پرله پسې ډول دغه انتقادونه ردوي او وايې چې دوی د سطحي ازمايښتونو پر ځای هغه ناروغان چې ( کوويد ۱۹) يې تثبیت شوی وي، هغوی ته پاملرنه کوي تر څو وکړای شي په دغه سیمه کي د کرونا ویروس مخه ونیسي.

د توکيو په پوهنتون کې د سیاسي علومو کارپوه سباستين ماسلو دويچه ویله ته وويل: «د ازمايل شويو شمیر ډير لږ دې، ځکه مسؤل چارواکې غواړي ډاډمن شی چې اخته کسان له جدي حالت سره طبي پالنې ته درملنې ته لاس رسی لرلی شي.»

له ماسک څخه ګټه اخیستنه «د ورځني ژوند يوه برخه»

په جاپان کي دود داسې دی چې د جوړ په خير په وخت کې لاس ورکولو يا پر مخ د مچې کولو پر ځای يوازي د سر په ښکته کولو سره کوي چې دغې کار هم د کرونا په مخنيوي کې نقش لرلی دی. له دي سره په جاپان کي ماشومان له کوچنيوالي څخه د خپلي روغتيا ساتني په برخه کې پوهاوی تر لاسه کوي.

يوه جاپانۍ ښځه چې د دوو ماشومانو مور ده وايي: «د لاسونو مينځل، د عفوني ضد موادو غرغره کول او د ماسک اغوستل زموږ د ورځني ژوند برخه ده. موږ دغه مسايل د کرونا ویروس څخه تر مخه هم مراعات کول.»

داسي ښکاري چې په جاپان کي په پراخ ډول له ماسکونو څخه کار اخستلو نه يوازي «کووید ۱۹» خپريدل يې کم کړل، بلکې د کرونا ویروس خپريدلو له پيل څخه پر انفلونزا د ناروغه کسانو شيمر هم ډير راکم شوی دی.

په دغه هیواد کې له کرونا ويروس پرته هم په کال کې ۵،۵ ميليارده ماسکونو پلورل کيږي، يا په بله وينا هر جاپانی په کال کي ۴۳ ماسکونه استعمالوي.

د یوې څيړني له مخې چې د پنځوو لويديځو هيوادونو ډاکټرانو له خوا تر سره شوې په کې راغلي دي: «د ماسک په اغوستلو سره په هوا کي د زراتو د خپريدلو مخه نیول کيږې، چې د ويروسي زراتو درلودونکي دي.»

دغه کارپوهان دې نتيچې ته رسیدلي دي چې له ټولنې څخه ليروالی، د لاسونو مينځل او ماسکونه هم کولی شی د دغه ويروس خپريدلو په کمولو کي مهم نقش ولري. هغوي د دغه نظرې د اثبات له پاره په جاپان کي په (کوويد ۱۹) د اخته کسانو د شمير کمښت ته اشاره کوي.

عادي ژوند ته په کرار بیرته راګرزيدل

د جاپان لومړي وزير شينزو ابه، دغه بريالتيوب ته په پام سره تیره اونۍ په ملي کچه د اظطراري وضعیت له اعلان څخه ډډه وکړه. له هغه راهسي په جاپان کي ژوند کرار کرار عادي حالت ته راګرزي. د ښوونځيو پرانیستل بیرته پيل شوې دي او ماشومان په هغه ټولګيو کي چې هوايې تصفيه شوی وې له يو بل سره په فاصله کې کښينې. تفريحې پارکونه بیا پرانیستل شوي او له هغو کسانو چې تبه لري غوښتنه کیږې چې دغه ځایونو ته ولاړ نه شی.

حکومت د کرونا ويروس بيرته راګرزيدلو څخه ويره لري او اعلان يې کړی چې په اپريل میاشت کي دي ښوونځي يوازي په هغو سیمو کي پرانیستل شي چې پکښې د کرونا ويروس د ناروغۍ پيښې نه وي رامنځ ته شوي.