1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تویتر له خپلو ځينو کارونکو ابي نخښه لرې کړې

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱, جمعه

خواله رسنۍ؛ تویتر له خپلو کارونکو د ابي نخښې په لېرې کولو پیل کړی دی. دا نخښه د معتبرو څېرو د پېژندنې له پاره کارول کېږي. د تویتر له اخستلو وروسته ایلن ماسک د دغې نخښې د ورکړې په بدل کې د پیسو ورکولو غوښتنه کړې وه.

https://p.dw.com/p/4QPQ1
ټویټر د کاروونکو لپاره یو نوی رسمي بیج په وړیا توګه وړاندې کوي
ټویټر د کاروونکو لپاره یو نوی رسمي بیج په وړیا توګه وړاندې کويانځور: STR/NurPhoto/picture alliance

خواله رسنۍ، تویتر چې مالک يې اوس ایلن ماسک دی، بالاخره له هغو کارونکو د ابي نخښې د اخيستلو ژمنه پوره کړه، چې میاشتنی فیس نه ورکوي.

د پنجشنبې په ورځ په نړۍ کې د کاتولیکانو د مشر پاپ فرانسس او د امریکا د مخکیني ولسمشر ډونالډټرمپ په ګډون د یو شمېر پېژندل شویو څېرو له حسابونو دغه ابي نښه ورکه شوه.

د دغې ابي نخښې اخيستل وروسته له هغې عملي شول چې د تویتر اوسني خاوند ایلن ماسک د پیسو ورکړه د ابي تویتر په نوم د »خبریالۍ ولسواکه کول او د خلکو د غږ پیاوړی کول« ښودلي دي.

د تویټر د مالک ایلن ماسک حساب، امریکا
د تویټر د مالک ایلن ماسک حساب، امریکاانځور: Muhammed Selim Korkutata/AA/picture alliance

د تویتر له حسابونو د ابي نخښې له لېرې کولو مخکې شاوخوا ۳سوه زره کارونکو دغه نخښه لرله. دغې نخښې د ډېرو عامو خلکو حسابونه له جعلي اکونټونو بېلولو کې مرسته کړې او د یوه دفاعي سپر په توګه یې مرسته کړې چې د ناسمو اطلاعاتو د خپرېدو مخه ونیول شي.

ولې ابي نخښه؟

تویتر ۱۴ کاله مخکې د خپلو کارونکو له پاره ابي رنګه نخښه یا بلوټیک معرفي کړ؛ خو د ایلن ماسک له لوري د ۴۴ میلیارد ډالرو په بدل کې د دغې لویې خواله رسنۍ تر پيرلو وروسته هغه هڅه وکړه، چې د دغې خواله رسنۍ عاید زیات کړي.

 د ټویټر لوګو
د ټویټر لوګوانځور: CONSTANZA HEVIA/AFP

په اوسني سیاست کې د دغې خواله رسنۍ د میاشتني فیس کچه هم متفاوته ده. عادي کارونکي د میاشتې ۸ ډالره او سازمانونه باید د دغې ابي نخښې د لرلو له پاره هره میاشت ۱۰۰۰ ډالر ورکړي.

د پنجشنبې په ورځ د تویتر د ابي نخښې لېرې کولو پر سیاستوالو سربېره رسمي بنسټونه هم اغېزمن کړل. ډېر خلک اندېښنه لري چې د طبیعي پېښو په اړه د اطلاعاتو ورکوونکو تویتري حسابونو له ډلې کوم یې ریښتیني دي.

د Similarweb د موندنو پر اساس، د هغو ټولو کسانو له ډلې چې ابي نخښه لري، یوازې ۱۱۶ زره کارونکو د دغې نخښې د ساتلو له پاره نوم لیکنه کړې وه.