1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تریزا مې پر خپله څوکۍ پاته شوه

۱۳۹۷ آذر ۲۲, پنجشنبه

د بریتانیا لومړۍ وزیره او د محافظه پال ګوند مشره تریزا مې په خپل واکمن محافظه پاله ګوند کې د باور رای تر لاسه کړه. تریزا می ښايي د اوس له پاره له خپلو سختو انتقاد کوونکو یو څه په آرامه شي.

https://p.dw.com/p/3A08K
Theresa May
انځور: picture-alliance/empics

د محافظه پاله ګوند ۲۰۰ استازو تریزا مې ته د باور رایه ورکړه او ۱۱۷ یي مخالفت وکړ. دا چې می باید له څوکۍ لیري کړی شوی وای په پارلمان کې باید د محافظه پاله فراکسیون ۱۵۹ غړو د هغې پر وړاندې د نه باور رای کارولی وای. دغه رای اچونه اوس د یوه کال له پاره الزامي بڼه لري.

د رای اچونې د بهیر د پیلیدو پر مهال مې د یووالي غږ وکړ. په لندن کې د حکومتي غونډې د تر سره کیدو د مخه مې وویل چې د ټولو اړخونو سیاستوال سره باید یو ځای شي. می پر دې خبره اعتراف وکړ چې د «پام وړ» استازو د هغې پر ضد رای کارولې ده. خو د می په خبره د هغوی اندیښنې یي اوریدلي دي.

د بریکزیت تړون پر سر نارضایتي

دا په داسې حال کې ده چې تريزا مې لا وختي له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو تړون له کبله له سختو نیوکو سره مخامخ ده. د هغې تړون په پارلمان کې نه د محافظه کارو استازو او نه هم د اپوزیسیون ملاتړ لري. د پلان له مخې باید بریتانیا د راتلونکي کال د مارچ میاشتې پر ۲۹مه نیټه له اروپايي ټولنې څخه ووځي.

پخواني لومړی وزیر اووین پیترسون، هم د هغو استازو په ډله کې دی چې له مې څخه یې د اعتماد رایې اخیستلو غوښتنه کړې ده. هغه د تريزا مې له خوا د بریکزیب پر چمتو شوي تړون سختې نیوکې کړې دي.

ځينو نورو محافظه کارو استازو بیا د مي په ملاتړ بیانیې خپرې کړې وې. د بهرنیو چارو وزیر جیرمي هانت، ویلي دي چې اوس بریتانیا د رهبری پر سر سیالي ته اړتیا نه لري، بلکي خبره یې تريزا مې تر ټولو غوره څوک ده چې کولی شي د مارچ پر ۲۹مه نیټه بریتانیا له اروپايي ټولني وباسي.

د رايو بهیر تر پیلیدو څو ساعته مخکې مې استازو ته وویل چې په ۲۰۲۲م کال کې به د ټولټاکنو تر سره کیدو دمخه د صدراعظمۍ له څوکۍ څخه استعفا وکړي.

خو د چهارشنبې په ورځ د باور رای تر لاسه کولو وروسته هم لا دا خبر روښانه نه ده چې آیا لومړۍ وزیره به له اروپایي اتحادیې څخه د بریتانيا د وتلو تړون له پاره د استازو ملاتړ تر لاسه کړي که نه.

د ۲۰۱۹م کال د مارچ مياشتي پر ۲۹مه نیټه له اروپایي اتحادیي څخه د بریتانيا وتل پلان شوي دي. د اپوزیسیون ډیر استازي د دغه تړون مخالفت کوي. هغوی وايي دا ځکه چې شرایط یي د اروپایي اتحاديي تر بشپړ غړیتوب لا خراب دي.