1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيې ولې خپل نوم واړاوه؟

۱۴۰۱ خرداد ۱۵, یکشنبه

ترکيې په انګليسي ژبه د خپل نوم د اړولو پرېکړه کړې ده او ملگرو ملتونو یې هم وړاندیز منلی دی. تر دې مخکې هم یو شمیر نورو هېوادونو لا پخوا خپل نومونه اړولي ول. خو ولې؟

https://p.dw.com/p/4CIdy
USA Aufgebrachter Truthahn
انځور: Robin Loznak/ZUMAPRESS.com/picture alliance

ملګرو ملتونو په دې وروستيو کې ويلي دي چې ترکيه غواړي خپل انګليسي نوم "Turkey" په "Turkiye" واړوي. د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د تیر کال په دسمبر مياشت کې د خپل هېواد د نامه د نوې بڼې په هکله ويلي وو چې »هغه تر ټولو ښه اصطلاح ده چې د ترکي ولس د کلتور، تمدن او ارزښتونو غوره استازيتوب کوي.« دا هغه وخت و چې د ترکيې حکومت په خپل رسمي نامه کې د بدلون راوستلو اعلان وکړ.

د ملګرو ملتونو یوه ویاند د جمعې په ورځ د آلمان خبري آژانس ته د یادې موضوع په هکله وویل چې ملګرو ملتونو «د ترکیې د نامه د بدلون په هکله رسمي درخواست منلی دی.» د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر څه موده وړاندې په ملګرو ملتونو کې دغه درخواست وړاندې کړی وو. ترکیه همدا راز غواړي چې په فرانسوي او هسپانوي ژبو کې هم ورته د ترکیې نوم وکارول شي.

دغه نوی نوم ښايي په دې پورې هم اړه ولري چې اردوغان دې ته حيران و چې هېواد يې د فيلمرغ له پاره له انګليسي نوم "Turkey" سره سل په سلو کې ورته والی لري. د ترکيې د بهرنيو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ويلي ول چې دغه بدلون د اردوغان له خوا د پيل شوي داسې کمپاين يوه برخه ده چې هدف يې »زموږ د هېواد د ليبل د ارزښت لوړول دي.«

Türkei | Präsident Erdogan
اردوغان د خپل هېواد د نوم لوړولو کمپاين پيل کړی دیانځور: Emin Sansar/AA/picture alliance

په انګليسي ژبه کې د فيلمرغ کليمې رېښه په رښتيا هم د ترکيې هېواد له نامه سره تړاو لري. پخوا به د تيتر په نوم تورې بڼکې لرونکي چرګان د ترکيې له لارې اروپا ته صادرېدل چې له کبله به هغه »د ترکيې چرګان« يا "Turkey-hens" بلل کېدل. د شمالي امريکا ناقلينو بيا دغه کليمه په امريکا کې د مېشتو فيلمرغانو له پاره وکاروله.

خو ترکيه يوازنی هېواد نه دی چې خپل نوم يې اړولی دی. په ۲۰۱۹ کال کې د مقدونيې جمهوريت له يونان سره د شخړې په نتيجه کې د »شمالي مقدونيې جمهوريت« په نوم ونومول شو. د ۲۰۱۸ کال په اپريل کې سوازيلند په ايسواتيني ونومول شو، ځکه چې سوازيلند د سويس له انګليسي نوم سويزرلند سره مغالطه کېده. سريلنکا حتی په ۱۹۷۲ کال کې خپل نوم له سيلان څخه اوسنۍ بڼې سريلنکا ته بدل کړی و، ځکه چې سيلان د استعمار پرمهال د دغه هېواد نوم پاتې شوی و.

  سونيا انګليکا ديهن/ن.ص./خ.ح.