1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیې تر څلورو کالو وروسته بیرته اسراییلو ته سفیر لیږلی

۱۴۰۱ آبان ۲۱, شنبه

ترکیې تر څلورو کالو وقفې وروسته بیرته په اسراییلو کی سفیر تعیین کړ.

https://p.dw.com/p/4JQqt
Israel Türkei Palästinenser Geiselnahme in der türkischen Bostschaft Tel Aviv
انځور: AP

ترکي رسنیو نن چهارشنبه خبر ورکړ، چي تجربه کاره ډیپلومات ذاکر اوچکان تورنلر د جمهوري ریاست د یوه فرمان پواسطه دغه پُست ته انتخاب سوی دی. دا د وروستیو کوښښونو په سلسله کي تازه اقدام دی، چي د دواړو هیوادونو ترمنځ روابط بیرته نورمال سی. تورنلر د ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۴ م کال پوري په بیت المقدس کي جنرال قونسل ؤ. 

انقرې په ۲۰۱۸ م کال کي د اسراییلو څخه خپل سفیر راوایستی او د اسراییلو دا یې د ترکیې څخه اخراج کړ. انقرې د هغه دلیل د غزې په تراډه کي د اسراییلي پوځ پواسطه د په لس هاوو فلسطیني مظاهره کونکو وژل راوړی ؤ. اسراییلو یې په جواب کي د بیت المقدس څخه د ترکیې قونسل اخراج کړ. د سږکال په اگست میاشت کي بیا دواړو خواوو تر څو میاشتو نژدې کیدو وروسته د ډيپلوماتیکو روابطو بیرته احیأ کیدلو اعلان وکړ او په همدې دلیل یې اوس سفیران هم سره ولیږل. اسراییلو په سپټمبر کي لا انقرې ته خپل سفیر لیږلی ؤ.