1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستترکیه

ترکیه کې د ولسمشرۍ دوهم ځلې ټاکنې پیل شوي

۱۴۰۲ خرداد ۷, یکشنبه

نن د یکشنبې په ورځ به د ترکیې وګړي دا پریکړه وکړي چې ولسمشر اردوغان به تر شل کلنې دورې وروسته یو ځل بیا خپل کار ته ادامه ورکړي او که د هغه سیال قليچدار اوغلو به د ولسمشرۍ واګې په لاس کې واخلي.

https://p.dw.com/p/4RuWp
Türkei | Präsidentschaftswahl | Erste Stichwahl
انځور: Yves Herman/REUTERS

په ترکیه کې نن یکشنبه (د ۲۰۲۳ کال د می ۲۸ نېټه) د ولسمشرۍ د دوهم پړاو انتخابات روان دي. په دغو انتخاباتو کې به د ترکیې وګړي پریکړه وکړي چې تر شل کلنې دورې وروسته به ولسمشر رجب طیب اردوغان خپل حکومت ته ادامه ورکړلای شي که نه. په دغو ټاکنو کې د اردوغان سیال قليچدار اوغلو دی. اوغلو په دې وروستیو کې د مهاجرینو ضد ځینې سختې څرګندونې هم کړې وې.په ترکيه کي ټاکنې: درېم نوماند د اردوغان ملاتړ اعلان کړ

د معلوماتو له مخې نن یکشنبې په ورځ د سهار په ځايي وخت اتو بجو د رایې اچونې مرکزونه پرانیستل شوي دي او په ټوله ترکیه کې به خلک د ورځې تر ۵ بجو پورې رایې وکاروي. د اټکلونو له مخې اوسنی ولسمشر رجب طیب اردوغان ښايي دغه ټاکنې وګټي د پنځو نورو کلونو له پاره هم د دې هیواد ولسمشر پاتې شي.

په ترکیه کې د روانې مې میاشتې پر ۱۴مه د ولسمشر ټاکنې وشوې چې پکې هیڅ یوه نوماند هم په کافي اندازه رایې ترلاسه نه کړې او ټاکنې دوهم دور ته وغځیدې.