1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیه کې د دینی عالمانو غونډه؛ طالبانو څه ژمنې ورکړې؟

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ مهر ۲۵, دوشنبه

ترکیه کې د دیني عالمانو په غونډه کې تر شپږم ټولګې پورته د نجونو ښوونځیو د پرانېستل کېدو او د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندل کېدو په اړه خبرې شوي. دې غونډې ته د طالبانو په استازولی د هغوی ویاند ذبیح الله مجاهدې خبرې کړي.

https://p.dw.com/p/4IHfT
آرشيف انځور: په کابل کې د دیني عالمانو ناسته
آرشيف انځور: په کابل کې د دیني عالمانو ناستهانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

په ترکیه کې د «مدرسو او عالمانو اتحاد نهضت» تر سرلیک لاندې د دیني عالمانو یوې غونډې ټینګار کړی چې د طالبانو حکومت باید تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانېزي.

ددې ناستې په پریکړه لیک کې له اسلامي هېوادونو غوښتل شوي چې له افغانستان سره خپلې فرهنګي، سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړي.

د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو کې د اسلامي هېوادونو رول

په پریکړه لیک کې دغه راز، ویل شوي:«د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو کې د اسلامي هېوادونو رول خورا مهم دی.»

خو بنسټیز بحث دادی چې ولې په تېر څه باندې یو کال کې هیڅ اسلامي هېواد زړه ښه نه کړ، چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپيژني؟

د عالمانو د غونډې پای؛ «د طالبانو حکومت دې په رسميت وپيژندل شي»

د نړېوالو اړیکو شنونکي عبدالحی قانت دویچه ویله ته وویل، څه موده وړاندې شاوخوا شپږ اسلامي هېوادونه دې ته چمتو شوي ول، چې د طالبانو حکومت په رسمیت ومني، خو ځینې کورني مسایل سبب شول چې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پيژني. هغه زياته کړه: «اسلامي هېوادونه هم خپلو خلکو ته ځواب ویونکي دي، چې کله ښوونځي تړلي وي او هغه لوی مشکلات چې هغه بالکل حیاتي مشکلات دي او په شریعت کې هم کومه ستونزه نه لري، په داسې وضعیت کې هغوی تعامل ته اسانه زړه نه ښه کوي.»

ددغه کتونکي په باور رسمیت پېژندنه لوی مسؤلیت دی، چې د طالبانو اوسني دریځ ته په کتو به یو یا څو اسلامي هېوادونه دغه مسؤلیت پرځان ونه مني.

دیني عالمانو ناستې ته د طالبانو ژمنې

په ترکیه کې د دیني عالمانو دې ناستې ته د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او د بهرنیو چارو وزارت دوه جګپوړي چارواکي مفتي محمد اکبر عظیمي او ولی الله شاهین وربلل شوي وو.

ذبیح الله مجاهد دې ناستې ته وویل، چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي به ډېر ژر پرانېستل شي.

«یواځې له ۷ تر ۱۲ ټولګي ښوونځي تړلي دي، خو ددې لپاره نه دي تړل شوي چې مونږ نه غواړو، مونږ اوس د اصولو، درسي نصاب، درسي ځای او د هغوی لپاره دلېږد رالیږد د وسایلو د چمتو کولو په حال کې یو.»

د مجاهد په وینا په دغه چمتووالي سره مونږ کولای شو خلکو ته قناعت ورکړو چې خپلو نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځیو ته ولاړې شي.

د علماوو ستره غونډه او د افغانستان پر وضعیت یې اغیز؟

دا څرګندونې داسې مهال دي چې د افغانستان له ډېری سیمو څخه دا غږ پورته شوی چې تر شپږم پورته د نجونو ښوونځیو تړل د یوشمېر طالب مشرانو «فکري» ستونزه ده نه د خلکو غوښتنه.

د نجونو ښوونځیو د پرانېستلو په موخه له پلازمینې کابل پرته ان په یوشمېر لرې پرتو سیمو کې هم ښځینه زده کونکو لاریونونه کړي.

په ترکیه کې یوه افغان شنونکي ډاکټر هاشم دانش دویچه ویله ته وویل، طالبانو کې له نړۍ سره د تعامل یو ځواکمن او اغیزمن هوډ نه لیدل کیږي. «طالبان ځیني کارونه کوي چې هغه اصلا د اسلام په چوکاټ کې نشته، خو دوی اسلامي روایت ورکوي، مثلا د ښځو کار، د نجونو ښوونځي، د بیان آزادي او ان د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د دندو په تړاؤ هغه څه چې کیږي اسلامي نه دي.»

دې ټولو ستونزو سره سره هم د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی چې حکومت یې اسلامي دی او هر هغه هېواد چې د دوی حکومت په رسمیت مني، په دې مانا چې اسلام په رسمیت پیژني.