1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوریه

«ترکیه په سلونو مهاجر سوریې ته استوي»

۱۴۰۱ آبان ۳, سه‌شنبه

د بشري حقونو د څار ټولنې په حواله ترکي چارواکو بې شمیره سوریایان، زياتره یې د زور په کارولو د سرحد له لاري گاونډي هیواد ته استولي دي. د بشري حقونو فعالان دا کار له نړیوالو قوانینو سرغړونه بولي. انقره دا هر څه ردوي.

https://p.dw.com/p/4Ido7
Syrien - Türkei | Siedlung für Flüchtlinge bei Bizaah
بیزا ته نیژدې د سوریایی مهاجرو ځای پر ځای کولانځور: Bakr Alkasem/AFP/Getty Images

بیرته استول سوو سوریایانو «Human Rights Watch» يا د بشري حقونو د څار ټولنې ته ویلي چي امنیتي ځواکونو په ترکیه کي هغوی په خپلو کورونو، کارځایونو او یا هم پر سړکونو نیولي دي. هغوی په وار وار سره وهل او شکنجه سوي او بیا وروسته دې ته مجبوره سوي چي سوریې ته »په خپله خوښه د استول کیدو« فورمې لاسلیک کړي.

د بشري حقونو د څار ټولنه زیاتوي چي وروسته بیا چارواکو هغوی په موټر کی د سوریې له شمال سره سرحد ته بیولي او د وسلو په زور مجبوره کړای سوي چی د ترکیې له خاوري ووزي. دغه پیښي د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ او جولای میاشتو ترمنځ رامنځته سوي دي.

«د مهاجرو راټولول»

د بشري حقونو په سازمان کي د مهاجرو او پناه غوښتونکو د حقونو کارپوهه، نادیه هاردمن وایی:«له نړیوالو قوانینوڅخه د سرغړونو په چوکاټ کي ترکیې په سلو سوریایی مهاجر چی بې سرپرسته کوچنیان هم پکښي دي، راټول کړي او سوریې ته یې په زوره استولو ته مجبور کړي دي.»

نوموړې زياته کړې چې که څه هم ترکیې ۳،۶ میلیونه سوریایي مهاجرو ته په مؤقتي ډول پناه ورکړې، خو اوس داسي ښکاري چي د انقرې حکومت هڅه کوي د سوریی شمالي برخه د مهاجرو د راټولولو په یوې سیمي باندي واړوي.

مهاجرت: اروپايي اتحاديه ترکيې ته نژدې ۵۰۰ ميليونه اضافي يورو ورکوي

نوموړی سازمان دې ته هم اشاره کوي چي د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دغو مهاجرته د ځای ورکولو  له پاره له اروپایی ټولني څخه څو میلیارډه یورو د بشري مرستو او د مهاجرو د مديريت له پاره ترلاسه کړي دي. هاردمن  پر اروپایی ټولني ږغ کړی چي باید دا ومني چي ترکیه په اوس وخت کي د دریم خوندي هیواد معیارونه نه پوره کوي. 

Syrien - Türkei | Siedlung für Flüchtlinge bei Bizaah
له ترکیې سره په سرحد کي سوریایی مهاجرو ته جوړ سوي کورونهانځور: Bakr Alkasem/AFP/Getty Images

اردوغان په می میاشت کي اعلان وکړ چي یو میلیون سوریایی مهاجر به په ګاونډي هیواد کي يوې «خوندي ساحې» ته واستوي. هلته به هغوی ته کورونه او زیربناوي جوړي سي. دغه سوریایان په ۲۰۱۱ م کال کي د کورنۍ جگړې له امله ترکیې ته تښتيدلي ول. اردوغان ددې کار دلیل دا راوړي چي له سوریې سره په سرحد کي سیمه د هغو ډلو له خوا کنترولیږي چي د انقرې له خوا یې ملاتړ کیږي. په دې ډول بیرته ستنیدونکي کسان به په امنيت کې وي.

اردوغان د بیا ټاکل کیدو په اړه اندیښمن دی

د ترکیې ولسمشر په خپل هیواد کي د کډوالو د موجودیت له امله د خلکو له مخ په زیاتیدونکي نه رضایت سره مخامخ دی. هغه ویره لري چي دا خبره ښایی د راتلونکي کال په ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو کي نفوذ وکړي او د هغه بیا انتخابیدل له گواښ سره مخامخ کړي.

د هیومن رایتس واچ د سازمان دغه ډول تورونه په ترکیه کي د مسوولو چارواکو له خوا رد سوي او هغه یې بې اساسه بللي دي. د انقرې په خبره، د مهاجرت مدیریت د ملي او نړیوالو قوانیو سره سم پر مخ ځي.

GP/BS/AG