1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیه غواړي د داعش جنګیالي، اړونده هیوادونو ته وسپاري

۱۳۹۸ آبان ۱۳, دوشنبه

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر د شنبې په ورځ وويل چې هیواد یې د داعش د غړو له پاره کوم «هوټل» نه دی او غواړي د دغه ډلې ځینې جنګیالي آلمان ته واستوي. ځینو اروپايي هیوادونو د داعش له پلویانو څخه د خپل هیواد تابعیت اخیستی دی.

https://p.dw.com/p/3SPoh
Symbolfoto Reisepass vor IS-Flagge
انځور: picture-alliance/Eibner-Pressefoto/Wuest

ترکیې هوډ ښوولی چې د داعش ترهګرې ډلې ۲۰ آلماني غړي بیرته آلمان ته واستوي. دغه خبر د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان، د ارتباطاتو رئیس ورکړی دی. د فحرتین التوم د معلوماتو له مخې د ترکیې پوځ یوه میاشتې مخکې د سوریې په شمال کې د تازه پوځي عملیاتو له پيلولو راهیسې د داعش څلور آلماني غړي نیولي دي. د هغه په خبره لا ترمخه ۱۶ آلماني اتباع د داعش د غړیتوب له کبله د اخراج په مرکزونو کې دي.

التوم په استانبول کې یو شمیر آلماني رسنیو ته وویل: »موږ د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د خپلو متحدینو ګډې همکارۍ او فعاله مشارکت ته اړتیا لرو.«

»د نه منلو وړ«

لا د شنبې په ورځ د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو ویلي وو: »موږ د هیڅ کوم هیواد د داعش د غړو له پاره کوم هوټل نه یو.«

هغه په عین وخت کې پر دې باندې انتقاد کړی وو چې ډیری شمیر اروپايي هیوادونو د داعش له شکمنو غړو څخه د خپل هیواد تابعیت بیرته اخیستی. د هغه په خبره دا »د نه منلو وړ او غیر مسوولانه دی.«

د سلیمان سویلو په خبره د بریتانیې او هالنډ په څیر هیوادونه چې د سوریې په شمال کې یو شمیر نیول شوي بندیان یې اتباع دي، په دې ډول د هغوی له منلو څخه ځان خلاصوي.

د سوریې په شمال کې په اکتوبر میاشت کې د ترکیې پیل شوي پوځي عملیات چې اوس د یوه اوربند په پایله کې دریدلي دي په لومړي قدم کې د کردي ولسي واحدونو (وای پي جي) پر ضد وو. د انقرې حکومت دغه ملیشې د منع کړای شوي کردي کارګر ګوند (پي کې کې) سوریایي څانګه انګیري او د یوه ترهګر سازمان په څیر یې پر ضد جنګیږي. د سوریې دیموکراتیک ځواکونه (اس ډي اف) چې زیاتره برخه یې کردان جوړوي هم د داعش ډیر شمیر بهرني پلویان نیولي دي. خو ډیر شمیر اروپایي هیوادونه د هغوی له منلو څخه ډډه کوي.

(sr/ms (dpa, rtr