1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيې پر ايراني فزيکپوه بريد «تروريزم» بللی

۱۳۹۹ آذر ۹, یکشنبه

ترکيې پر لوړپوړي ايراني اتومي ساينسپوه شوی بريد د «تروريستي عمل» په توګه غندلی دی.‌ محسن فخري زاده چې د ایران د اتومي پروګرام مهم کس وو، د جمعې په ورځ د تهران په یوه څنډه کې وژل شوی وو.

https://p.dw.com/p/3lycE
Militärischer Konflikt in Syrien | Türkischer Außenminister Cavusoglu in Genf
انځور: picture-alliance/dpa/TASS/A. Shcherbak

د اتومي چارو د څېړونکي محسن فخري زاده مرګ ترکيه خواشينې کړې ده. دغه خبره د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت د يکشنبې په ورځ‌ کړې ده: «موږ دغه ناوړه قتل غندو او د ايران له حکومت او د مرحوم خپلوانو سره خواخوږي څرګندوو.»

د دې تر څنګ ترکيې ويلي چې له هر ډول اقدام سره مخالفت کوي چې په سيمه کې سولې ته زيان رسولی شي او «د هر ډول ترهګرۍ په وړاندې يوُ که عامل او هدف يې هر څوک هم وي.»

Mohsen Fakhrizadeh |  iranischer Atomwissenschaftler
انځور: IRNA

۵۹ کلن فخري زاده د ايران د دفاع وزارت د څېړنې او نوښت د څانګې مشر وو. هغه د جمعې په ورځ په يو هدفمن بريد کې تهران ته څېرمه ووژل شو.

د ايران ولسمشر، حسن روحاني،‌ پر اسرائيل او د امريکا پر متحده آیالاتو پړه واچوله چې د بريد تر شا به ولاړ وي. د اسرائيل صدراعظم، بنيامين نتانياهو دغه څېړونکی لا پخوا هم د ایران د اتومي پروګرام پلار بللی وو.

د امريکا متحده آيالاتو په ۲۰۰۸ کال پر فخري زاده بنديزونه لګولي ول ځکه چې «د فعاليتونو او معاملاتو له لارې يې د ايران د اتومي تګلارې په وده کې ونډه» اخيستې وه.