1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

ترمپ: د ۲۰۲۰ کال تر پايه به د کرونا واکسين جوړ شي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۵, دوشنبه

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ ډاډ ښودلی چې د روان ميلادي کال تر پايه به د کرونا ناروغۍ واکسين جوړ شي. ترمپ همدا ډول په امريکا کې د کرونا ناروغي له امله د «۱۰۰ زره کسانو د مړينې» وړاندوينه کړې ده.

https://p.dw.com/p/3bjcR
USA | Washington | Donald Trump während einer Fernsehaufzeichnung mit dem US-Sender Fox News im Lincoln Memorial
انځور: picture-alliance/dpa/AP/E. Vucci

د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ د يکشنبې په ورځ (د می ۳مه) په يوې تلويزيوني خپرونه کې وويل چې ډیر ډاډمن دی چې د نوې کرونا ويروس يا کوويد-۱۹ ناروغۍ د ابتلا ضد واکسين به د روان ميلادي کال تر پايه پورې تولید شي.

د هغه مرکه چې د فاکس نيوز له تلويزيون سره څخه خپريده، ټينګار ېې وکړ چې د درمل جوړولو يو شمير شرکتونه د دغه واکسين توليد ته ډير نژدې شوي دي.

ترمپ دغه څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې د نړۍ د روغتيا سازمان، د مختلفو هيوادونو کارپوهان او حتی د سپيې ماڼۍ ارشد سلاکا د هغه خلاف په دې باور دي چې د کرونا يا کوويډ-۱۹ ناروغۍ واکسين جوړيدل به لږ تر لږه يو تر يونيم کال پورې وخت ونيسي.

د سپينې ماڼۍ سلاکار آنتوني فائوچي چې د کرونا پر وړاندې د مبارزې د ډلې غړې هم دی، د پنجشنبې په ورځ يې سي ان ان تلويزيون ته ويلي وو چې د کرونا واکسين د توليد له پاره تر ټولو ښه او بهتره ممکنه موده به د ۲۰۲۱م کال د جنوري مياشت وي.

د آلمان د يو تلويزيون مشهورې خپرونې «ټاګس شاو» بيا ويلي دي چې د ترمپ دغه ارزونه خوشبينانه ده اوهغه وايي: «ډاکټران به ښايي ووايي چې داسې خبرې بايد ونشي، خو زه هغه څه چې فکر يې کوم، وايم.» ترمپ زياته کړه چې مهمه نه ده چې د کرونا واکسين دې لومړی په امريکا او يا په کوم بل هيواد کې جوړ شي، بلکې مهمه يو داسې واکسين ته لاسرسی دی چې موثر وي.

Symbolfoto Impfstoff
اوس مهال د نړۍ په ډيرو هيوادونو کې هڅې روانې دي تر څو د کرونا ويروس ضد واکسين د توليد کړيانځور: picture-alliance/Geisler-Fotopress/C. Hardt

اوس مهال د نړۍ په ډيرو هيوادونو کې هڅې روانې دي تر څو د کرونا ويروس ضد واکسين د توليد کړي. اکثره تحقيق کونکي او د درمل جوړلو معتبر شرکتونه داسې اټکل کوي چې په لوړه پيمانه د دغه واکسين توليد به د راتلونکې کال څخه د مخه ممکنه نه وي.

ترمپ د فاکس نيوز سره په مرکه کې همدا ډول وړاندوينه وکړه چې په هيواد کې به يې د کرونا ناروغۍ د قربانيانو شمير تر «سلو زرو پورې» ورسيږي.

هغه په دې اړه داسې وويل: «د ۷۵، ۸۰ او تر ۱۰۰ زرو پورې کسان به له لاسه ورکړو... دا يو وحشتناک حالت دی په داسې حال کې چې بايد یو نفر هم خپل ژوند له لاسه ورنکړي.»

د امريکا ولسمشر د دې ټولو سره سره زياته کړه چې کار وبار، ساحلونه، پارکونه او ښوونځي بايد بيرته د پرانیستلو له پاره خپل چمتوالی ونیسي.

د امريکا د جانز هاپکينز پوهنتون د دوشنبې ورځې (د می ۴مه) سهار رپوټ له مخې، په امريکا کې تر اوسه څه باندې یو ميليون او ۱۵۸ زره کسان په کرونا ويروس اخته شوي دي او شاوخوا ۶۷ زره او ۶۸۰ تنه د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

د دوشنبې ورځې سهار ارقامو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ويروس د مبتلایانو شمیر څه باندې درې نيم ميليونه او د مړو شمير يې ۲۴۷ زره او ۴۷۵ تنو ته رسيدلی دي.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: