1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ په سویلي کوریا کې: هر څه به سم شي

۱۳۹۶ آبان ۱۶, سه‌شنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ویلي دي چې د شمالي کوریا په موضوع کې به هر څه سم شي «ځکه په خبره یې هر څه تل ښه کیږي». ترمپ اوس اسیا ته د خپل ۱۲ ورځني سفر په ترڅ کې سویلي کوریا ته رسیدلی دی.

https://p.dw.com/p/2nAX3
Südkorea Donald Trump und Moon Jae-in
انځور: Reuters/J. Ernst

دونالد ترمپ د سه شنبې په ورځ مخکې له دې چې د سویلې کوریا له ولسمشر مون جای این، سره په سیول کې وویني، د شمالي کوریا په اړه یو څه خوشبینانه څرګندونې وکړي.

مون په سیول کې په خپل استوګن ځای کې د خپل امریکایي سیال او د هغه د میرمنې هرکلی وکړ. ترمپ تر دې مخکې له امریکایي پوځي اډې «کمپ همپریز» څخه چې د سیول په ۷۰ کیلومتري کي پرته ده، لیدنه کړې وه.

«هر څه باید سم شي»

ترمپ د امریکا متحده ایالاتو په پوځي اډه کې له خبریالاتو سره د شمالي کوریا په اړه خبرې وکړې. هغه پرته له دې چې توضیحات ورکړي وویل: «په پای کې به هر څه سم شي. ځکه تل هر څه سمیږي، هر څه باید سم شي.»

د ولسمشر دونالد ترمپ دغه څرګندونې، په اګست میاشت کې د هغه له خبرو ډیر توپیر لري چې ویلي وو که شمالي کوریا د امریکا متحده ایالاتو ګواښولو ته دوام ورکړي نو له «داسې اور او غضب سره به مخامخ شي چې نړۍ هیڅ وخت نه ده لیدلې».

د سویلي کوریا او ترمپ د لیدنې پر مهال، ولسمشر مون هیله څرګنده کړه چې اسیا ته د ترمپ سفر به د شمالي کوریا د اتومي پروګرام پر سر د جنجالونو په برخه کې د بدلون یوه نقطه وي.

مون وویل: «زه هیله لرم چې کوریا او د اسیا سیمې ته ستاسو سفر به د داسې یوه چانس په توګه وګڼل شي چې د کوریا د خلکو اندیښنې چې د شمالي کوریا د اتومي ولسو او توغندیو له کبله یې لري، یو څه کموالی راولي.»

ترمپ بیا روښانه کړه چې هغه له مون سره د خبرو اترو د یوې بریالۍ ورځې تمه لري. تر غونډې وړاندې ترمپ پر خپله تویتر پاڼه ژمنه کړې وه چې ټول مسایل به حل کړي.

دونالد ترمپ له جاپان څخه سویلي کوریا ته ورسید چیرې چې هغه وتوانید د شمالي کوریا په اړه له خپل موقف څخه د توکیو بشپړ ملاتړ تر لاسه کړي. ترمپ په جاپان کې د شمالي کوریا اتومي پروګرام متمدنې نړۍ، نړیواالې سولې او ثبات ته یو ګواښ وباله.

په سیول کې بیا ۱۵۰۰۰ پولیس د تیارسئ په حالت کې ول، ځکه چې د ترمپ د سفر پر مهال هم د هغه پلویانو او هم یې مخالفینو مظاهرې وکړې. د ترمپ مخالفینو له ځان سره داسې شعارونه لیږدول چې په کې پر هغه باندې د شمالي کوریا په اړه د ترینګلتیا د پراخولو تور لګول شوی وو.

ms/sr (Reuters, AP, dpa, AFP)