1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

ترمپ په امریکا کې ملي بیړنی حالت اعلان کړ

۱۳۹۸ اسفند ۲۴, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د کرونا ویروس د پراخیدو په غبرګون کې ملي بیړنی وضعیت اعلان کړی دی. د متحده ایالاتو روغتونو ته امر شوی دی چې د بیړني حالت د شرایطو مطابق کار وکړي.

https://p.dw.com/p/3ZQ2b
USA | US-Präsident Trump erklärt die Coronavirus-Pandemie
انځور: Reuters/J. Ernst

دونالد ترمپ د جمعې ورځې (د مارچ میاشتې ۱۳ نيټه) تر ماسپښين وروسته په متحده ایالاتو کې بیړنی وضعیت اعلان کړی دی، څو حکومت وکولی شي د «طبیعي ناورينونو» د قانون له مخې له عمومي خزانې څخه سیمه ایزو او ایالتي خزانو سره مرسته وکړي. اوس نو د ۵۰ میلیارده ډالرو د تخصیص کولو له پاره د حکومت لاس خلاص شوی دی.

په بیړنیو شرایطو کې حکومت کولی شي چې د دولت د عمومي خزانې څخه بې د کانګرس له تائیده ایالتي حکومتونو سره مرسته وکړي.

د امریکا ولسمشر چې په سپينې ماڼۍ کې یې خبریالانو ته خبرې کولې وویل چې د بیړني وضعیت اعلان د کرونا ویروس سره د مقابلې او په ځانګړي توګه د روغتیایي مرکزونو د همغږۍ او د ناروغانو د انتقال له پاره اړین دی.

نوموړي د خبریانو پر وړاندې د اروپایي اتحادیې د شینګن حوزې هیوادونو د سفري بندیز په اړه  له خپلې پریکړې دفاع وکړه. نوموړي دا پریکړه د امریکا د خلکو د حفاظت او ساتنې په برخه کې اقدام وباله او وویل چې د روغتیا نړیوال سازمان هم د هغه نظر تائید کړی دی.

په امریکا کې د کرونا خپریدو وضعیت

د امریکا د روغتیایي چارواکو په حواله تر اوسه پورې په دې هیواد کې پر کووید-۱۹ د اخته کسانو ۱۶۰۰ پيښې ثبت شوي دي. د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس د دغه هیواد په ۴۶ ایالتونو کې د کرونا ویروس د خپریدو خبر ورکړی دی.

په امریکا کې د جنورۍ له نیمایې تر اوسه پورې یوازې تر ۱۴ زرو لږې معاینې ترسره شوي دي، نو په دې اساس ويل کيږي چې د اخته کسانو شمیر کیدای شي تر دې ډیر لوړ وي. د کرونا ویروس له کبله تر اوسه پورې په امریکا کې تر ۴۰ ډیرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ترمپ د دې نیوکې په ځواب کې چې په امریکا کې ډیر د لږ شمیر کسانو معاینه شوې ده وویل چې د دوا سازۍ شرکتونه و روغتایي مرکزونه هڅه کوي چې ډیر ژر د پنځه میلیونه اتباعو معاینه واخیستل شي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.ا