1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ ولې هره ورځ د ملاريا درمل خوري؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۳۰, سه‌شنبه

د امريکا ولسمشر پر خپل ځان آزموينه کوي: مخکى له دې چي د کرونا د ويروس پر ضد د ملاريا د دوا تاثيرات په اثبات ورسیږي، ترمپ هره ورځ هغه خوري دا ځکه چي هغه د هايدروکسىي کلوروکین په نامه دغه درمل ښه بولي.

https://p.dw.com/p/3cRpq
Coronavirus - Hydroxychloroquin
انځور: picture-alliance/dpa/Zuma/Quad-City Times/K. E. Schmidt

د امريكا متحده ایالاتو جمهوررئیس دونالد ترمپ هره ورځ د هايدروکسىي کلوروکین په نامه د ملاريا ضد دوا اخلي.  نوموړي په سپينه ماڼۍ کي څرګنده کړه چي هغه د تقريباً يوې اونۍ راهيسي دغه دوا ځكه خوري چي هغه ښه بولي او په اړه يې ډير مُثمر معلومات اوريدلی دی.

د دغه دوا د کارولو په اړه د علمي معلوماتو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل چي ته په دې اړه ورته ډير تيليفونونه سوي او ډيرى ډاکټران او نرسان هم دغه درمل د وقایوړي تدابیرو په حیث خوري. په خبره یې هغه دغه دوا دسپيني ماڼۍ د ډاکټر په مشوره خوري.

د مارچ او اپريل په مياشتو کي ترمپ په وار وار سره د نوموړي دوا توصيه هغو مریضانو ته کوله چي د کوويد  ۱۹ د سږو په ناروغي  اخته سوي ول.  په هغه وخت کي ترمپ په ډيري ليوالتیا سره ويل چي دا د خداى له طرفه يوه تحفه ده.

خو د اپريل مياشتي په اخره کي بيا د امريکا د خوراکي موادو او دارو درملو ادارې)FAD ( د هغې د په اصطلاح جادويي تاثيراتو څخه خبردارى ورکړ او ويې ويل چي د کرونا په وړاندي یې هيڅ ډول اغېزه نه ده ثابته سوې او دغه دوا د زړه ضربان ته سخت تاوان رسوي.

USA Corona-Pandemie | Präsident Trump
ترمپ وايي چې د سپنې ماڼۍ د ډاکترانو په مشوره دغه دوا خوريانځور: picture-alliance/abaca/D. Mills/The New York Times

تر دې دمخه هم يوې  پلټني د انتي بيوتيکو سره په ګډه د هغې خوړل په مریضانو کي د مړيني د کچي لوړیدل ثابت کړي وو.

ترمپ زياته کړې چي هغه د زينک تابلیټونه هم اخلي تر څو د بدن معافيتى سيستم يې قوي سي. دغه ۷۳ کلن ټينګارکوي چي د هغه د کرونا وروستى ټِست منفى وختی.

پر ۲۰۰۰ کسانو د درملو آزموینه

په امریکا متحده ایالاتو کي، هايدروکسىي کلوروکین ته د Autoimmune يا خود ايمني ناروغیو په مقابل کي درملني ته اجازه ورکول سوې.  په اوس وخت کي ډیری پلټني رواني دي تر څو د کووید ۱۹ پر ضد د هغه اغیزه هم ثابته کړي. د امریکا د روغتیا ملي انستیتوت تیره اونۍ پر ۲۰۰۰ کسانو باندي د دغي دوا امتحانولو ته اشاره کړې. په دغه پلټنه کي باید دا ثابته سي چي د انتي بیوتیکو سره د هغې ګډ خوړل په روغتونونو کي د کرونا د ناروغۍ پروسه او له امله یې د مړیني سطحه راکمولای سي او که څنګه؟

د کارپوهانو د ارقامو له مخي په امریکا په متحده ایالاتو کي د کرونا د پانډیمي له پیل راهیسي څه د پاسه ۹۰۰۰۰ انسانان د کووید ۱۹ ویروس په نتیجه کي مړه سوي دي. د جانس هاپکینز پوهنتون په حواله په دغه هیواد کي له یو نیم میلیون څخه ډیر کسان په نوموړي ویروس اخته سوي دي.

gp/bs (dpa, ap, rtr, afp)

زموږ له آرشيف څخه: