1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

ترمپ: ژر به مو په افغانستان کې ځواکونه څلور زرو ته ورسیږي

۱۳۹۹ مرداد ۱۵, چهارشنبه

ولسمشر ترمپ په یوې تازه مرکه کې وویل چې ډیر ژر به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمیر څلورو زرو ته ورسیږي. هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې هیواد به یې تر ۱۹ کلونو جګړې وروسته افغانستان پریږدي.

https://p.dw.com/p/3gRnv
USA Washington | Donald Trump im Treffen mit US-amerikanischen Arbeitnehmern aus der Technikbranche
انځور: Getty Images/D. Mills-Pool

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د سه شنبې په ورځ له HBO تلویزیوني شبکې سره په یوې تازه مرکه کې د نورو موضوعګانو تر څنګ د افغانستان په اړه هم خبرې وکړي. هغه وویل چې په افغانستان او منځني ختیځ کې یې داعش ته ماتې ورکړي او ډیر ژر به د نورو سیمو په څیر له افغانستان څخه هم امریکایي ځواکونه راوباسي.

که څه هم دونالد ترمپ له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو دقیقه نیټه په ګوته نه کړه خو هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې د روان کال د نوامبر میاشتې پر دریمه نیټه چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشریزې ټاکنې ترسره کیږي، په افغانستان کې به څومره امریکایي ځواکونه میشت وي، وویل: «کیدای شي د څلورو او پنځو زرو تر منځ.»

امریکا متحده ایالاتو د روان کال په فبروري میاشت کې له طالبانو سره یو تړون لاسلیک کړ چې پکې راغلي دي چې دغه هیواد به په افغانستان کې خپل پوځي حضور په تدریجي توګه کموي. پر دې سربیره په تړون کې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د آزادیدو خبره هم شوې وه چې لا تر اوسه پورې یې له ډلې ۴۰۰ تنه نه دي آزاد شوي.

ولسمشر ترمپ په خپله وروستۍ مرکه کې زیاته کړه چې ځواکونه یې له ۱۹ کلونو راهیسې په افغانستان کې دي او نور به له دې هیواده راوځي. هغه روښانه کړه چې له همدې کبله اوس د افغانستان په اړه مذاکرات روان دي. ترمپ وویل: «موږ به ډیر ژر ۴۰۰۰ ځواکونه ولرو [...] موږ به په یوه لنډه موده کې لومړی شمیر ۸۰۰۰ ته راکښته کړو او بیا به ۴۰۰۰ ته راورسیږو. موږ په مذاکراتو بوخت یوو. موږ له ۱۹ کلونو راهیسې هلته یوو. موږ به هغه ځای پریږدو.»

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون له لاسلیکیدو راهیسې له ګڼ شمیر ستونزو سره مخامخ شوی دی. که څه هم د دې تړون له مخې باید په مارچ میاشت کې د افغانانو تر منځ خبرې اترې پیل شوې وای، خو لا هم دغه کار نه دی شوی.

طالبان ټینګار کوي چې د بین الافغاني خبرو تر پیلیدو مخکې یې باید ټول بندیان آزاد شي، خو ولسمشر غني وایي چې د ۵۰۰۰ بندیانو له ډلې څخه د شاوخوا ۴۰۰ تنو د آزادولو صلاحیت نه لري. هغه په دې اړه پریکړه یوې پلان شوې مشورتي لویې جرګې ته پریښې ده.