1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ نړیوال روغتیايي سازمان ته اخطار ورکړی

۱۳۹۹ فروردین ۲۰, چهارشنبه

په داسي حال کي، چي په امریکا کي په یوه ورځ تقریبأ ۲۰۰۰ کسان د کرونا ویروس څخه مړه سوي، ترمپ بیا پر نړیوال روغتیايي سازمان سخت په قهر دی او د کرونا ویروس په عام شموله کیدو کي یې په سخت غفلت باندي تورنوي.

https://p.dw.com/p/3adna
USA Coronavirus US-Präsident Donald Trump
انځور: picture-alliance/AP Images/A. Brandon

د کرونا د بحران په منځ کي د امریکا متحده ایالاتو جمهوررئیس پر نړیوال روغتیايي سازمان، ډبلیو اچ او، باندي فشار لوړ کړی دی. هغه د کرونا په ارتباط د خپلي هري ورځي د رپوټ ورکولو پر وخت وویل، چي امریکا دغه سازمان ته تر ټولو ډیري پيسې ورکوي، خو اوس به یې حکومت دا و ازمايی، چي ایا دغه پیسې به قطع سي؟

ترمپ پر دغه بین امللي سازمان باندي د کرونا ویروس په عام شموله کیدو کي د سخت غفلت او اشتباهاتو تور لګوي. د یوه مطبوعاتي کنفرانس په شروع کي ترمپ داسي وښووله، چي ګواکي پر دغه سازمان باندي یې خپلي پیسې وختي لا قطع کړي دي.

کله چي له هغه څخه پوښتنه وسوه، چي ایا دا په اوس وخت کي یوه عاقلانه فیصله ده، بیرته د خپلي خبري څخه تیر او اضافه یې کړه، چي زما دغه اقدام به و ازمایل سي. امریکا متحده ایالات د نړیوال روغتیايي سازمان تر ټولو لوی پیسه ورکونکی هیواد دی: »نړیوال روغتیايي سازمان واقعأ غفلت کړی دی.«

د دې دمخه ترمپ په خپل لنډ تویت کي پر دغه سازمان باندي شدید انتقاد کړی ؤ. هغه پر نړیوال روغتیايي سازمان باندي تور لګولی ؤ، چي ډیر یې پر چین باندي تمرکز کړی ؤ او د کرونا د بحران په هکله یې غلط هدایتونه ورکوله.

د هغه په خبره، نړیوال روغتیايي سازمان واقعأ غفلت کړی دی. ترمپ همدارنګه لیکي چي که څه هم د امریکا متحده ایالات دغه سازمان ته تر ټولو ډیر حق العضویت ورکوي، خو هغه ډیر تمرکز چین ته کړی ؤ. خو د خوشالئ ځای دی، چي هغه ډیر ژر ددغه سازمان لارښووني په نظر کي ونه نیولې، کومي چي د چین سره دي سرحدونه نه تړل کیږي.

USA New York Coronavirus Krankenhäuser
انځور: picture-alliance/Zumapress/U.S. Navy/S. Eshleman

د ملګرو ملتو یوه ویاند بیا دغه انتقاد په قاطعیت سره رد کړ. هغه وویل، چي د نړیوال روغتیايي سازمان رئیس، تیدروس ادهانان د کرونا پاندومي په ارتباط فوق العاده ښه کار کړی دی. په خبره یې، دغه سازمان د پیکینګ له رهبرۍ څخه په دې خاطر ستاینه کړې ده، چي هغوی څنګه د کرونا ویروس د بحران سره څومره ښکاره او شفاف رفتار کړی دی، چي که څه هم اټکل کيږي، په چین کي تر هغه ډیر انسانان د کرونا څخه مړه سوي او ډیر په اخته سوي دي، لکه څنګه چي رسمي ارقام یې بیانوي.

نړیوال روغتیايي سازمان د همدې عیسوي کال د جنورۍ پر۳۱مه د کرونا ویروس پر شیوع سربیره هدایت ورکړی ؤ، چي د چین سره دي سرحدونه خلاص پاته سي. خو په عین حال کي یې دا هم ویلي وه، چي دولتونه ددې حق لري، چي د خپلو اتباعو د ساتني په خاطر تدابیر وضع کړي.

په عین ورځ باندي بیا د امریکا حکومت د چین څخه پر ټولو مسافرینو باندي د سفر ممانعتونه وضع کړل.

خو په عین حال کي بیا د امریکا د جمهوررئیس پر اضطراري کمیټې باندي هم سخت انتقادونه موجود دي. منتقدین پر ترمپ باندي تور لګوي، چي د کرونا ویروس یې په اول سر کي ډیر کوچنئ ښکاره کاوه.

ترمپ په اوونیو اوونیو ویل چي په امریکا کي یې هرڅه تر کنټرول لاندي دي او د کرونا مریضان به بیرته لږ سي.