1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: مودي ډاډ راکړ چې دريم ګړي ته اړتيا نه شته

۱۳۹۸ شهریور ۵, سه‌شنبه

د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ په فرانسه کې د هندوستان له لومړي وزير سره تر کتنې وروسته ويلي دي چې د کشمير مسئلې په تړاو مداخلې ته اړتيا نه شته او هيله مندي يې ښکاره کړه چې دغه مسئله به هند او پاکستان په خپله حل او فصل کړي.

https://p.dw.com/p/3OXoT
Frankreich G7-Gipfel in Biarritz | Donald Trump & Narendra Modi
انځور: Reuters/C. Barria

د متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ ويلي دي چې د کشمير مسئلې د حل له پاره د هغه د منځګړيتوب اړتيا نه لیدل کیږي. ترمپ دغه خبرې د فرانسې په بياريتڅ ښار کې د «جي ۷» د سرمشريزې پر مهال د هندوستان صدراعظم، نريندرا مودي سره تر ليدنې وروسته کړي دي.

د ترمپ په خبره، مودي ورته ډاډ ورکړی چې وضعيت په کنترول کې دی او د هيڅ ډول دريم کړي اړتیا نه ليدل کیږي.

خو له هغه وخته چې نوي ډهلي د روانې میلادي مياشتې په لومړيو کې د هندي کشمير نیمه خپلواک حيثيت لغوه کړ، د رپوټونو په حواله، په دغه سيمې کې وضعيت ډير کړکيچن شوی دی. له يوې خوا مواصلاتې لارې بندې او د دغه جنجالي اقدام پر ضد اعتراضونه ادامه لري، له بل لوري پاکستان هم پر دغې مسئلې خپل شديد اختلافات جاری ساتلي دي.

هندوستان د اګست مياشتي پر پنځمه د هندي کشمير د نيمه خپلواک حيثيت د لغوه کیدو اعلان وکړ. هغه مهال د امريکا ولسمشر، د هندوستان او پاکستان تر منځ د شخړې د اواري په موخه د منځګړيتوب وړانديز کړی وو چې د هندوستان حکومت له خوا رد شوی وو.

د فرانسې په بيارتڅ ښار کې هم ترمپ وویل چې هغه د کشمير پر مسئله د هند له صدراعظم نريندرا مودي سره تفصيلي خبرې کړي دي. ترمپ وويل دا يوه پيچلې مسئله ده او د حل له پاره يې چې د هر څه اړتيا وي دی به يې ترسره کړي.

 دونالد ترمپ تيره اوونۍ د اګست ۱۹مه د پاکستان او هندوستان له مشرانو سره تليفوني خبري وکړې او په هغو کې يې د کشمير شخړې پر سوله ايز حل ټيڼګار کړی وو.

امريکايي چارواکي د کشمير په اړه تر ډيره داسې يو دريځ لري چې دغه مسئله د هند او پاکستان خپل منځي مسئله او حل دې يې هم د همدې دوو ګاونډيو هيوادونو تر منځ وشي.

آژانسونه/ع س/ ک م/ م ک ص/ن ز