1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ پر آلمان باندې شديده نیوکه وکړه

۱۳۹۹ تیر ۱, یکشنبه

ترمپ د کرونا ناروغۍ تر خپريدو وروسته د لومړي ځل له پار په تالسا کې خپل انتخاباتي کمپاین بيرته پيل کړ. نه د توکمپالنې، نه د پوليسي تاوتريخوالو او نه هم د جورج فلويد يادونه وشوه. خو پر آلمان يې لفظي حمله وکړه.

https://p.dw.com/p/3e7Fu
USA Wahlkampfveranstaltung Trump in Tulsa
انځور: Reuters/L. Millis

دونالد ترمپ، د کرونا ناروغۍ د خپريدو په تړاو د خبرداريو او انديښنو سربیره، خپل انتخاباتي کمپايونونه تر يوې درې مياشتنۍ وقفې وروسته بيرته له سره پيل کړل. ترمپ د کمپاينونو لړۍ، د شنبې ورځې په ماښام (د جون ۲۰مه) د اکلاهما ايالت له تالسا څخه پيل کړه.

د متحده ایالاتو ولسمشر په دغې انتخاباتي غونډه کې يو ځل بيا هڅه وکړه تر څو يې د کرونا ناروغۍ د خپريدو له امله د راوتلي بحران لمن يو څه راټوله کړي ښودلي وي. هغه دغه ناروغي له انفلونزا سره پرتله کړه او د کرونا ويروس يې «چينايي ويروس» یاد کړ.

سربيره پردې چې دغې غونډې له پاره پراخ تبليغات ترسره شوي وو، خو د تالسا د ۱۹ زره کسيز سالون يو شمیر څوکۍ خالي وې. خو ترمپ تر غونډې مخکې پر ټويټر ليکلي وو چې له يو ميليون څخه ډيرو کسانو په دغې انتخاباتي غونډه کې د ګډون غوښتنه کړې ده.

پر آلمان لفظي حمله

ترمپ په خپلو خبرو کې د آلمان يادونه وکړه او يو ځل بيا يې وويل چې هغه به په دغه هيواد کې میشت لس زره امريکايي سرتيرې يوې بلې سيمې ته ولیږدوي.

امريکا متحده ايالات په آلمان کې ۳۵ زره سرتيري او پوځي کدرونه لري. په دې حساب سره، ترمپ غواړي په آلمان کې د امريکايي قواوو شمير ۲۵ زرو ته راښکته کړي.

ترمپ ادعا وکړه چې آلمان له ناټو څخه زر ميليارډه ډالره پوروړی دی. هغه زياته کړه چې آلمان د تيرو ۲۵ کلونو په موده کې د خپلې پوځي ځواکمنتيا له پاره لازمه بوديجه اختصاص کړې نه ده.

ترمپ وويل: «آلمان له موږ څخه دا تمه لري چې د روسيې د ګواښونو په مقابل کې ورڅخه دفاع وکړو. حال دا چې د آلمان حکومت د خپلې انرژۍ د تامين له پاره روسيې ته په ميليارډونو ډالر ورکوي.»

New York City | Juneteenth-Feier
ترمپ په خپله وينا کې نه د توکمپالنې موضوع، نه د پوليسي تاوتريخوالو او نه هم د جورج فلويد يادونه وشوه. انځور: picture-alliance/Zuma/A. Dinner

د ترمپ اشاره د «نوردستريم ۲» پروژې ته ده کوم چې په پام کې ده د روسيې ګاز، آلمان او د لويديځې اروپا نورو سیمو ته وليږدوي.

خو کله چې د آلمان خبري آژانس د ترمپ د دغې ادعا په اړه له سپينې ماڼۍ څخه پوښتنه وکړه، د ترمپ وياند وويل چې د امريکا د ولسمشر دغه خبره «يوه ټوکه» وه.

په تالسا کې د دونالد ترمپ انتخاباتي غونډي سره په يوه وخت کې د توکمپالنې ضد لاريون هم ترسره شو. دغه لاريون آرامه او سوليز وو، خو ترمپ دغه لاريون کوونکي بلواګر وبلل.

کرونا او توکمپالنه  

ترمپ په خپلو خبرو کې د وژل شوي تور پوستکي امريکايي، جورج فلويد يادونه ونه کړه. همدا ډول يې په امريکا او د نړۍ په نورو ښارونو کې د توکمپالنې پراخو اعتراضونو او په امريکا کې د پولیسي تاوتريخوالو څخه يې هم څه ونه ويل.

ترمپ وويل که چيرته يې انتخاباتي سيال جو بايډن د امريکا د راتلونکو انتخاباتو ګټونکی شي، نو په هغه صورت کې به امنيت له منځه ولاړ شي.

پر وينا يې چې بايډن «راډيکال چپيانو» يا افراطي کيڼ اخو ته تسلیم شوی چې د انتخاباتو د ګټلو په صورت کې به د پولیسو بودیجه کمه او حتی پولیس به منحل کړي.

ترمپ وويل چې په انتخاباتو کې د دموکراټانو بریا، په دې معنی ده چې هيڅ امريکايي وکړی د امن احساس ونه شي کړای.

د کرونا په اړه يې وويل چې مسئولانو ته يې خبرداری ورکړی چې د کرونا د تشخيص د پراخو آزموينو څخه ډډه وکړي. ترمپ وويل چې د کرونا د تشخیص آزموينه، هغې تورې ته ورته ده چې دوو خواوو ته تيره څوکه ولري.»

هغه وويل: «هر څومره چې د کرونا تیستونه ډير شي، د ابتلا لا ډيرې پيښې به کشف شي.» ترمپ زیاته کړه چې د کرونا د تشخيص تستونو سرعت به راکم کړي.

دويچه ويله ف/ م.ک.ص/ ن.ص

دلته زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم هم کتلای شئ (22.09.2018)!