1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ له عمران خان سره د کرونا او افغانستان په اړه خبرې کړي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۴, پنجشنبه

ولسمشر ترمپ او د پاکستان لومړي وزیر په سیمه کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي او په افغانستان کې د سولې بهیر په اړه سره خبرې کړي دي. واشنګټن د افغانستان د سولې په بهیر کې د اسلام آباد نقش مهم بولي.

https://p.dw.com/p/3bHoP
Bildkombo Donald Trump und Imran Khan

د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان، دفتر ویلي دي چې دواړو مشرانو د چهار شنبې په ورځ په افغانستان کې د سولې راوستلو په اړه د واشنګټن د هڅو په اړه سره بحث کړی دی.

ترمپ په داسې حال کې له خان سره تلیفوني خبري کوي چې تیره اوونۍ د افغانستان د سولې له پاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، هم اسلام آباد ته سفر کړی وو او د افغانستان د سولې بهیر په اړه یې د دې هیواد له چارواکو سره غونډې کړې وې.

طالبانو د همدې کال د فبروري میاشتې پر ۲۹مه نیټه له امریکا متحده ایالاتو سره د سولې یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې امریکایي ځواکونه له افغانستان وځي خو په بدل کې طالبان له افغان حکومت سره خبرو کښیني او له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې شلوي. پر دې سربیره په تړون کې دا هم راغلي وو چې طالبان به د افغان حکومت ۱۰۰۰ بندیان او حکومت به د دې ډلې تر ۵۰۰۰ پورې زندانيان آزادوي. خو د بندیانو د تبادلې پر سر د نظر اختلاف د دې لامل شوی چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د  تړون ډیرې برخې لا هم عملي نه شي.

واشنګټن او کابل په دې باور دي چې اسلام آباد پر طالبانو باندې ډیر نفوذ لري ځکه د ډې ډلې مشرانو او جنګیالو ته یې له کلونو راهیسې په خپله خاوره کې پټنځایونه ورکړي دي. اسلام آباد بیا دغه تورونه په کلکه ردوي.

د پاکستان له خوا په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې له ولسمشر ترمپ سره په خبرو کې عمران خان یو ځل بیا د افغانستان د سولې بهیر د تسهیل له پاره پر  خپل ملاتړ ټینګار وکړ او د هغو راتلونکو اقداماتو اهمیت ته یې اشاره وکړه چې د بین الافغاني خبرو زمینه هوارولی شي.

له بلې خوا امریکا متحده ایالاتو تیره اوونۍ له پاکستان سره د اتو میلیونو ډالرو مرستې اعلان کړی دی چې له کرونا ویروس سره پر مبارزې ولګول شي. سپینې ماڼۍ ویلي دي چې ترمپ له خان سره د کرونا ویروس پر ضد په نړیواله مبارزه کې د پرمختګونو په اړه هم بحثونه وکړل.